د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وايي، مرکز پلعلم کې د سوکوهنې فدراسیون سره په همغږۍ د ولایت په کچه د ۶۵ غوره لوبغاړو ترمنځ د سوک وهنې یو ورځينۍ سیالۍ وشوې.
د دغه امریت امر مزمل نعیمزي سلاموطندار ته وویل، دغو سیالیو کې له څلور کلبونو د ولایت په کچه ۶۵ غوره لوبغاړو په درې ګټوریو کې (کم عمره ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو) ګډون کړی وو.
نعیمزي زیاته کړه، له یادو سیالیو جوړیدو څخه موخه د لوګر په کچه سوکوهنې ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول او د غوره لوبغاړو پېژندل وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ده زیاته کړه، په یادو سیالیو کې لومړی مقام ناک ډاون کلب او دوهم مقام خالد بن ولید کلب وزشکارانو خپل کړ.
اخوا د یادو سیالیو یوه لوبغاړي احمدجان سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د لوګر په کچه یې د سوکهونې سیالیو کې برخه اخیستې.
هغه وویل، دا ډول سیالۍ کولی شي د ورزشکارانو ترمنځ اړیکې او تجربې پياوړې کړي.