د برازیل د کرنې وزارت او غوښې صنعت ټولنې «ABPA» مسوولانو اعلان کړی چې جاپان له دغه هېواد څخه د چرګانو واردات ځنډولي دي.
جاپان دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې چې د برازیل په یوه ایالت کې په مرغانو کې د انفلونزا ناروغي د خپرېدو راپورونه ورکړل شول.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د برازیل د کرنې وزارت او غوښې صنعت ټولنې د جاپان پر دې پرېکړې نیوکه کړې او هغه یې د «څارویو روغتیا نړیوال سازمان» له لارښوونو او اصولو سره په ټکر کې بللې ده.
د برازیل د کرنې وزارت یوه بیان کې ویلي، د جاپان دا پرېکړه د انفلونزا پېښې له تایید مخکې ده او په وینا یې، د دواړو لوریو ترمنځ په روغتیايي پروتوکول کې پر وارداتو د بندیز په اړه هوکړه نه ده شوې.
برازیل په نړۍ کې د چرګانو تر ټولو ستر صادرونکی هېواد دی چې د لومړي ځل لپاره د روان کال د مې په ۱۵مه دغه هېواد کې په وحشي مرغانو کې د انفلونزا پېښه تایید شوه او له هغه وروسته تراوسه په اوو ایالتونو کې ۵۰ پېښې ثبت شوي دي.
د برازیل د کرنې وزارت او غوښې صنعت ټولنې بیان کې راغلي: «د یادولو وړ ده چې برازیل کې د چرګانو صنعتي فارمونه د ناروغۍ له کوم ریکارډ پرته دوام لري.»
د برازیل د کرنې وزارت او غوښې صنعت ټولنې د معلوماتو له مخې، جاپان له دغه هېواد څخه د چرګانو درېیم لوی واردونکی هېواد دی.