Asset 1SWN

بلاروس د شانګهای همکاریو سازمان غړیتوب ترلاسه کړ

SIO-2024

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو ناسته پرون چهارشنبه، چنګاښ ۱۳مه، د قزاقستان پلازمېنه استانه کې پیل شوه او نن به پای ته ورسېږي.

د شانګهای همکاریو سازمان یاده ناسته کې بلاروس هېواد ته د یاد سازمان د غړیتوب په توګه رایه ورکړل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سولې او دايمي پرمختګ پياوړتيا، عادلانه نړيوال نظم، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخو کې همکاري، د انرژۍ په برخه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پياوړتيا په دې غونډه کې تر بحث لاندې مهم موضوعات دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې دې ناسته کې یې ګډون کړی، د ملګروملتونو د څار لاندې د یوه عادلانه نړیوال نظم پر رامنځته کېدو ټينګار کړی دی. نوموړي وویل: «په اوس وخت کې د عادلانه نړیوال نظم ملاتړي او د دودیزو ارزښتونو څخه دفاع ته اماده هېوادونو شمېر مخ پر لوړېدو دی.»

د سیاسي چاروشنونکی مجدد‌الدین خراساني پر دې باور دی چې د شانګهای همکاریو سازمان غړي هېوادونه هڅه کوي، څو د خپلو امنیتي اندېښنو هواري لپاره اسیا محوره نړیوال نظم رامنځته کړي.

هغه وویل: «د شانګهای همکاریو سازمان د بریکس سازمان سره څنګ چې اقتصادي مسایلو پورې تړلي دي، شانګهای اوس اقتصادي مسایل په پام کې نیسي، کوښښ کوي چې یو نوی نړیوال نظم رامنځته کړي چې تر ډېره اسیا محوره دی. بېلګې په توګه نننی ناسته کې هم ترکیه او هند او د سیمې نور اغېزمن هېوادونه شتون لري.

د یاد سازمان یوشمېر غړي هېوادونه د افغانستان سرپرست حکومت سره نږدې اړیکې لري، خو دې ناستې ته د یاد حکومت په استازيتوب څوک نه‌دي وربلل شوي.

د شانګهای همکاریو سازمان یو‌شمېر غړیو هېوادونو په وار وار له افغانستان خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې دي. په دې اندېښنو کې ډېری وخت امنیتي ګواښونه او د ټول‌ګډونه حکومت رامنځته‌کېدل شامل دي.

د سیاسي چارو شنونکي محمدزلمي افغان‌یار پوپل وویل: «حقیقت دا دی چې د شانګهای غونډه په لاره اچول کېږي او له افغانستان د څارونکي په توګه استازی نشته. د دې تقابل موخه د حکومتولۍ په برخه کې د سیاسي ستراتیژیکو ژورو پلي‌کول دي. زه هیله لرم چې هېوادونه دې نتیجې ته رسېدلې وي چې اقتصادي او باثباته افغانستان کولای شي، نړیوال امنیت کې خپل رول ولوبوي، ټولې شخړو ته د خبرو له لارې حل لاره پیدا کېدای شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې روسیې اعلان کړی و چې شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان غړیتوب د تاجکستان له مخالفت سره مخ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام