Asset 1SWN

د شاتو مچیو د روزونکو ټولنه: هېواد ته د شاتو پر وارداتو دې بندیز ولګېږي

شاتو-مچۍ

د افغانستان د شاتو مچيو د روزنکو ټولنې مسوولان وايي، که هېواد ته له بهره د شاتو پر وارداتو بنديز ولګول شي، دغه ټولنه کولای شي، کورني بازار ته د اړتيا وړ شات برابر کړي.

د شاتو مچيو روزنکو اتحاديې مسوولانو په وینا، دامهال د هېواد په کچه ورسره شاوخوا ۸۰۰۰ د مچيو فارمونه ثبت دي چې هرکال زرګونه کيلو ګرامه شات توليدوي.

د شاتو مچيو اتحاديې مشر شاه جهان مبارز چې نن چهارشنبه، چنګاښ څلورمه، پکتيا کې د هېواد په کچه د مچيو فارم‌لرونکو په يوه غونډه کې خبرې کولې، وويل چې دامهال د افغانستان فارم‌لرونکي د بازار د اړتيا وړ شات په کور دننه برابروالی شي.

هغه غوښتنه وکړه چې د مچيو د ساتنې او د ياد صنعت د پراختيا لپاره دې حکومتي مسوولان د هغو ځانګړو بوټو د ساتنې په برخه کې ورسره همکاري وکړي کوم چې د مچيو د خوراکی لپاره مهم دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دی زياتوي چې د شاتو مچيو فارم‌لرونکو يوه لويه ستونزه د ژمي پرمهال ګاونډي پاکستان ته د مچيو وړو پرمهال د ويزو د ژر نه‌ورکړه ده چې له امله یې، دوی له ستونزو سره مخ وي.

په ياده غونډه کې د لوګر د شاتو مچيو د اتحاديې مرستيال محمديوسف بياغوښتنه وکړه چې د شاتو محصولاتو ته دې په کور دننه او بهر بازار پيداکولو برخه کې مرسته وشي.

هغه هم غوښتنه وکړه چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د شاتو پر واردولو دې بندیز ولګول شي او د غیرمعیاري شاتو خرڅولو مخه دې ونيول شي.

په ياده غونډه کې د پکتيا کرنې رییس مولوي سيدامين هاشمي بيا وويل چې د خصوصي سکتور د ودې او پراختيا وخت دی. هغه ډاډ څرګند کړ چې د شاتو مچيو فارم‌لرونکو ستونزو حل لپاره به خپلې هڅې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام