Asset 1SWN

سلام وطندار

د ارزګان ـ کندهار لویې‌لارې د اساسي رغېدو چارې پیل شوې

1000248803

د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ د ۷۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ارزګان ـ کندهار د لویې لارې اساسي رغېدو چارې په رسمي ډول پیل شوې.

د ارزګان او کندهار ولایتونو مسوولان دغه پروژه د اسلامي امارت له مهمو پراختیايي پروژو بولي او ډاډ ورکوي چې په راتلونکې کې به د ورته نورو لویو پروژو د پلي کېدو هڅې هم وشي.

د ارزګان والي مولوي عنایت الله شجاع د پروژې د عملي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې موږ د داسې پروژې شاهدان یو. له مسوول شرکت غواړو چې د دغې پروژې چارې دې په ښه ډول ترسره کړي.»

د کندهار والي مرستیال مولوي انقلابي بیا د جګړې له پای او د پروژو له پیل څخه یادونه وکړه او ویې ویل: «الحمدالله پخوا به جګړې وې، اوس اسلامي امارت دومره کوي چې پروژې عملي کوي. خلک باید د دغه حالت شکر ادا کړي.»

د کندهار ـ ارزګان د لویې‌لارې رغولو پروژې مسؤل انجینر جمیل مشال د پرانېستې په مراسمو  کې وویل: «دا ۲۴ کیلومتره سړک دی، د شاولي کوټ څخه تر ترینکوټ پورې. د رغېدو لپاره یې ۷۹۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او د دوه کلونو په موده کې به یې د رغېدو چارې بشپړې شي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندهار او ارزګان ولسي خلک او مسافر هم خوښ دي چې دغه لویه‌لاره رغول کیږي.

د ارزګان اوسېدونکي حیات الله ذاهد او محمدخان وايي: «موږ بیخي ډېر خوشحاله یو چې د یوې داسې پروژې کارونه پیل شول. ځکه دغه زموږ د ټول ولایت یوه مهمه او اساسي لاره ده. الله ج دې حکومت ته خیر ورکړي چې داسې پروژې یې پیل کړي.»

«موږ د مسؤل شرکت څخه غواړو چې په دغه پروژه کې په اساسي ډول کار وکړي، ځکه څو ځله مخکې هم دغه لاره جوړه شوې وه، خو بېرته به خرابه شوه.»

د ارزګان ـ کندهار ترمنځ لار د ارزګان یوازینۍ د تګ راتګ لار ده او ټولې ورځنۍ اړتیاوې پرې پوره کېږي.

د ولسي خلکو په باور، د دې لارې اساسي رغېدل به د ژوند په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

د ارزګان ـ کندهار د لویې‌لارې د رغېدو پروژه نه یوازې د سیمې د خلکو د اوږدمهالو غوښتنو ځواب دی، بلکې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره یو حیاتي ګام هم بلل کېږي.

خو عام خلک ټینګار کوي چې د پروژې د کیفیت له نږدې څارنې پرته به دا هڅه اوږدمهاله ګټه ونه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام