د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لوګر ته د یوه سفر پرمهال د دغه ولایت له چارواکو سره لیدلي دي.
د لوګر مقام کې جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني د یاد ولایت د اوسېدونکو د پوهنې، روغتیا، کرنې او د اوبو مدیریت برخه کې شته ستونزې شریکې کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه، د لوګر اوسېدونکي په تېرو څو لسېزیزو جګړو کې سخت زیانمن شوي او اړتیا ده چې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، ا.ا ټولو هېوادوالو ته له هر ډول توپیر پرته خدمات وړاندې کوي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د اوبو مدیریت ا.ا حکومت ته لومړیتوب لري او په دې برخه کې په دې ورستیو کې ښې لاسته راوړنې هم لرو.
برادر همدارنګه وویل، ا.ا له ګاونديو هیوادونو سره ښې سوداګريزې اړیکې لري او هڅه کوي چې دغه اړیکو ته د اړتیا پر اساس پراختیا ورکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د لوګر اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې شته ستونزو ته به یې رسېدنه وشي.