د بنګلهدېش دیني علماوو، مشايخو او مفتیانو «افغانستان کې د سولې پر لور دعوت» ترنامه لاندې په يوه ناسته کې په افغانستان کې روانه جګړه حرامه او له شرعي نصوصو سره په ټکر کې بللې ده.
د بنګلهدېش په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان د سفارت له لوري خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، د دغه هېواد مخکښو علماوو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د روانې ناروا جګړې د پای لپاره کار وکړي.
د دغې اعلامیې له مخې، بنګالي علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا او ورور وژنه بللې ده او ويلي يې دي چې دوام یې په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.
دوی وايي، ځانمرګي بریدونه دې ودرول شي او ښکېلې خواوې دې حتا د داسې کلماتو له کارولو هم ډده وکړي چې د جګړو د شدت او تاوتریخوالي سبب ګرځي.
بنګلهدېشي علماوو د سولې په برخه کې د هڅو پر چټکتیا ټینګار کړی.
له دې وړاندې د اسلامي نړۍ دعالمانو اتحادیې رییس هم په افغانستان کې روانه جګړه حرامه بللې وه.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په کابل کې هم د ۳۴ ولايتونو علماوو ناسته درلوده او په افغانستان کې يې د قدرت ترلاسه کولو لپاره جګړه حرامه وبلله.