Asset 1SWN

سلام وطندار

کندهار کې رېګ سیمو ته په تګ بندیز ولګېد

کندهار رېګستان

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي چې د غیر شرعي، غیر اخلاقي کړنو او جنايي پېښو د مخنیوي په موخه یې، د رېګو سیمو ته د خلکو په ورتګ بندیز لګولی.

یاد ریاست تېره ورځ سه‌شنبه یوه خبرتیا کې ویلي، دغه پرېکړه له هغه وروسته شوې چې د رېګو سیمو کې د جنایي پېښو، بد اخلاقیو او غیر شرعي کړنو په تړاو د خلکو شکایتونه ورته سېدلي.

د خبرتیا له مخې، دغو سیمو کې د نظم ټینګښت، د ټولنیز امنیت ساتنه او د ناوړه پېښو مخنیوی د یاد بندیز اساسي موخه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټینګار کړی چې د اړوندو ادارو په همغږۍ به د بندیز د تطبیق لپاره جدي ګامونه پورته شي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې دغه برخه کې همکاري او د امنیتي او ټولنیز نظم د ټینګښت په موخه د حکومتي لارښوونو درناوی وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام