Asset 1SWN

سلام وطندار

بامیکا بنسټ ۱۵ نجونو او مېرمنو ته د خیاطي زده‌کړې او کار زمینه برابره کړې

بامیکا-1-qvaw3tbv917rf3e7lgalf6y1mmu3ob0zqmtmp6hfns

د بامیان یکاولنګ ولسوالي یوې څنډه کې له زده‌کړو او کار محرومې یوې مېرمنې ته  زده‌کړو او کار زمینه برابره شوې.

ربابه واحدي کلونه وړاندې د ۵۰زره افغانیو په لګښت د «بامیکا» په نوم د ښځو لپاره د خیاطي زده‌کړې او کار لپاره کارخونه جوړه کړې چې اوس په‌کې مېرمنې هم خیاطي زده‌کوي او هم کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۲۸کلنه واحدي وايي، دې کارخونه کې یې، ۱۵ مېرمنې د خیاطي دې کارخونه کې ورسره کار کوي. «پرېکړه مې وکړه چې پر خپلو پښو ودرېږم او کورنۍ سره مې د لګښتونو برابرولو کې مرسته وکړم. کله مې چې لیدې، نجونې او مېرمنې وزګاره دي او زده‌کړې نه‌کوي، ځورېدم به او کور کې د هغوی پاتې‌کېدو څخه د ژغورنې لپاره مې هلې ځلې وکړې او دا کارخونه مې جوړه کړه.»

ربابه زیاتوي وړاندې له دې چې د خیاطي دغه کارخونه جوړه کړي، په ډېره خواري یې، خیاطي زده‌کړه او وروسته یې، دغه کارخونه جوړه کړه. «لومړی مې کارخونه کې کار کاوه، خو نجون ته د زده‌کړو زمینه راته برابره نه‌وه. وروسته مې رسمي جواز واخیست او دا کارخونه مې بازار کې جوړه کړه او اوس نجونو ته د خیاطي زده‌کړې ورکوم.»

مریم محمدي چې تر دولس ټولګي زده‌کړې کړي، اوس بامیکا په نوم کارخونه کې خیاطي زده‌کوي. هغه وايي، اوسنیو شرایطو کې دا د نوموړې او نورو نجونو لپاره ښه فرصت دی. «دا چې دلته کار کوم، خوښه یم او اوس کولای شم چې د کورنۍ لګښت برابرولو کې مرسته وکړم.»

کیمیا سروري بیا تر یوولسم ټولګي زده‌کړې کړي او اوس چې ښوونځي ته نه‌ځي، غواړي د خیاطي له لارې پر ځان‌بسیا شي او له اقتصادي اړخه هم خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي. «دې کارخونه کې کار کوم او کورنۍ مې هم ملاتړ کوي. زه له سرپرست حکومت غواړم چې د ورته طرحو ملاتړ وکړي، څو وده وکړي.»

فاطمه ایوبي چې له شپږم ټولګي فارغه شوې، تازه د خیاطي دې کارخونه کې خیاطي زده‌کوي، څو له دې لارې ځان بوخت کړي او عواید هم ولري. «زه غواړم یو شغل ولرم او د خیاطي له لارې خلکو ته خدمت وکړم.»

د خیاطي دې کوچنۍ کارخونې د ذکیه محمدي په ژوند کې هم مثبت بدلون راوستی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 هغې تر یوولسم ټولګي زده‌کړې کړې دي. «له سرپرست حکومت غواړم چې ښځو ته د کار اجازه ورکړي او زموږ له تولیداتو ملاتړ وکړي، پام ولري، څو ښځې د کورنۍ او ټولنې اقتصاد کې مرسته وکړي.»

د بامیکا بنسټ غواړي چې خپله دغه طرحه نورو ولایتونو ته هم وغځوي او ټول هېواد کې ښځو او نجونو ته د کار او خیاطي زده‌کړې زمینه برابره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام