Asset 1SWN

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ناوړه وضعیت؛ «لکه غلام راڅخه کار اخلي»

In this picture taken on October 18, 2018 Afghan refugees make a roof for a mud house at a refugee camp on the outskirts of Islamabad. - Pakistan is one of the largest refugee-hosting nations in the world, but many Pakistanis have long viewed Afghan refugees in particular suspiciously. (Photo by AAMIR QURESHI / AFP) / To go with 'PAKISTAN-AFGHANISTAN-REFUGEES-POLITICS-SOCIAL,FOCUS' by Sajjad TARAKZAI

ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، وهلو-ټکولو او اېستلو لړۍ پر دوام، دغو هېوادونو کې یوشمېر افغانان وايي، دې وروستیو کې یې پر وړاندې سخت چلند او فشارونه دوه برابره شوي او دغه وضعیت نور تر بلې مخ پر خرابېدو دی.

ایران کې افغان کډوال زبیر سلام‌وطندار ته وویل، د فشارونو زیاتېدو له امله، هغه او څو نور افغان ملګري یې په پټه او ډېر کم معاش کار کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د کار پیسې کمې راکوي، که جنجال وکړې، هېڅ یې نه‌درکوي. که شکایت وکړې، پولیسو ته دې معرفي کوي او بېرته دې رالېږي. رخصت نه‌ورکوي، ناروغ شې، حتا دواخانې ته دې نه‌بیايي. زړه مو ډېر ډک دی، ظلم او ستم کوي، لکه غلام راڅخه کار اخلي.»

پاکستان کې افغان کډ‌وال هادي غفاري هم وايي، کډوال نه‌باید د هېوادونو ترمنځ د سیاسي مسایلو قرباني شي. «دې ورځو کې دوه برابره سختې شوې، کډوال نه‌شي کولای، ښار ته لاړ شي یا سفر وکړي، یا څه له بازار واخلي، ملګري ملتونه یې هم کېسونه په ځنډ مخته وړي.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولان وايي، دې وروستۍ یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه نږدې ۱۱۵ زره افغانان اېستل شوي دي.

دې سره، له ایران او پاکستانه یوشمېر بیرته راستانه شوي هېواد کې د بېکارۍ لوړې سطحې او د ژوند کړاوونو څخه شکايت کوي. دوی له مسوولانو غواړي چې د بیرته راستنېدونکو هېوادوالو وضعیت ته توجه وکړي.

له پاکستانه اېستل شوي جمعه‌ګل وویل: «لس او دولس ورځې کېږي چې له دې هېواد رااېستل شوی یم. دلته هم اقتصادي ستونزې ډېرې دي. کاروبار نشته، کور هم د کرایې دی. له حکومت مو غوښتنه دا ده چې موږ ته سرپناه راکړي، د کار فرصت راته برابر کړي.»

الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې پاکستان روانه میاشت له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړی دی.

راپور کې ویل شوي چې ټاکل شوې د کډوالو اېستلو دویم پړاو کې نژدې ۸سوه زره هغه کډوال له پاکستانه واېستل شي چې قانوني اسناد نه لري.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت هم ویلي، د کډوالو د اېستلو دویم پړاو لپاره یې د کډوالۍ کارت لرونکو او پناه‌غوښتونکو افغان کډوال د تفکیک او مشخصولو لړۍ پیل کړې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان حکومت د تېر کال مني کې د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لومړي پړاو کې نژدې ۶سوه زره افغانان له دغه هېواده اېستلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام