Asset 1SWN

سلام وطندار

ایت‌الله خامنه‌يي: پر ایران د امریکا برید به سیمه کې جګړه راوپاروي

خامنه‌يي

د ایران مذهبي مشر خبرداری ورکړی، که امریکا پر دغه هېواد برید وکړي، دا به په ټوله سیمه کې جګړه راوپاروي.

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي هم د دولتي رسنیو له لارې ویلي، که څه هم ولسمشر ټرمپ ادعا کوي چې سیمې ته یې جنګي بېړۍ لېږلي، خو په وینا یې، «ایرانی ملت به له دې ګواښونو ونه وېرېږي او دا ډول خبرې به د خلکو پر اراده اغېز ونه‌کړي.»

تهران د غبرګون په توګه د اروپايي ټولنې پوځونه د «ترهګرو ډلو» په نوم نومولی چې له امله یې د واشنګټن او تهران ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا ټرمپ ویلي که ایران له اټومي تړون سره موافقه ونه‌کړي او یا د لاریون‌کوونکو وژنه بنده نه‌کړي، نو امریکا به پوځي اقدام ته لاس واچوي.

سره له دې تاوتریخوالي، د ایران او د ټرمپ ادارې ترمنځ هیله‌ ښودل شوې چې د خبرو بیاپیل ته چمتو دي. د سیمې ځینو متحدانو، لکه ترکیې، هم د کړکېچ د کمولو هڅې پیل کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام