
د خصوصي سکتور غړي د کابل دهسبز کې صنعتي پارک جوړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د هېواد د خصوصي سکټور یوشمېر غړو د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره کتنه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د هېواد د خصوصي سکټور یوشمېر غړو د دغه وزارت له سرپرست نورالدین عزیزي سره کتنه

هرات ولایت کې د افغانستان د زعفرانو ټولنې مسوولان وايي، د دغه ولایت ۹۶ سلنه تولید شوي زعفران له هېواده بهر نړیوالو بازارونو ته صادریږي.
د دغې ټولنې مرستیال سید عبدالواحد سادات وویل، دامهال د هېواد بازارونو کې د یو کیلوګرام زعفران بیه ۱۱۰۰۰۰ افغانیو ته رسیږي.

د کانونو او پترولیم وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري، د هرات والي نوراحمد اسلامجار، د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، د ټاپي نللیکې کمپنۍ اجراییوي رئیس مراد امانوف او نورو مسوولانو هرات کې د ټاپي ګازو نللیکې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه کړې.
دواړو لوریو د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړې او د دغې پروژې د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

د افغانستان بانک سبا «یکشنبه، وري ۱۷مه» د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۱۵ میلیونه ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

«دا تنور چې سوځي، یوازې مې همدې ته ژوند خاورې کړ. راځم ډوډۍ پخوم، لږ ډوډۍ مې ماشومانو ته هم وړم. دا هم ژوند دی.»
فاطمه چې شاوخوا پنځوس کلنه ښکاري، ديارلس کاله کېږي چې يوې ويجاړې شوې خاورینې کوټه کې پر جوړ تنور ډودۍ پخوي.
فاطمه هر سهار د کابل له لوېدیځ دشتبرچي سیمې څخه پلسرخ ته راځي، څو د نورو لپاره د ډوډۍ په پخولو سره، د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د والیبال ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالي د «الیاس خان بابا» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

پېښو ته د رسېدنې او چمتووالي ملي ادارې مسوولان وايي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د یادې ادارې اړوند ریاستونو ته د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړوي.

د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د کوچني اختر پرمهال ۲۸ زره کسانو له لرغونو او تفریحي سیمو لېدنه کړې ده.

د ایران ولسمشر مسعود پژشکیان د پارلمان مرستیال شهرام دبیري جنوبي قطب ته د تفریحي سفر اړوند خبرونو له تایید وروسته له دندې ګوښه کړ.

د فلسطینیانو لپاره د ملګروملتونو د مرستو اداره «انرا» وايي چې هره ورځ په غزه کې شاوخوا ۱۰۰ ماشومان د اسراییلو بریدونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیانېږي.
د یادې ادارې په وینا، دغه شمېر ماشومانو د اسراییلو د تازه بریدونو له امله هره ورځ مړه او ټپیانېږي.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ایپياېل کې نن له غرمې وروسته د چینای سوپر کنګز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره سیالي وکړي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «شنبه» له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د چینای د چیپک په «اېماې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

د ریاستالوزرا اقتصادي کمېسیون په نننۍ غونډه کې د «هرات بام» په نوم د تفریحي کمپلېکس د جوړېدو طرحه تایید شوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن شنبه، وري ۱۶مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه طرحې له مخې به خصوصي سکټور د یاد کمپلکس د جوړولو په موخه څه باندې یو میلیارډ افغانۍ پانګونه وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار او مل پلاوي سره لیدنه کې له یاد هېواد غوښتنه کړې چې له افغان کډوالو سره نرم او له زغم ډک چلن وکړي.

د ډونالډ ټرمپ ګولډ کارټ «سرو زرو کارټ» په حقیقت کې د ايبي-۵ په نوم د کډوالۍ پروګرام بیا راژوندي کول دي. دغه پروګرام په ۱۹۹۰ کال د امریکا کانګرېس له لوري تصویب شو او بهرنیو پانګوالو ته یې، اجازه ورکوله چې د امریکا په اقتصادي پروژو کې د یو میلیون ډالرو په پانګونې سره د یاد هېواد دایمي اقامت ترلاسه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن جمعه، وري ۱۵مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو، دوې اړخيزې سوداگرۍ، د ویزو پر اسانتیا، د ټرانزيټ ودې او سيمهييزو چارو خبرې شوې دي.

په ننګرهار کې د نارنج ګل دودیزه او کلنۍ مشاعره د هېواد د ګڼو ولایتونو د شاعرانو سربېره، د خېبرپښتونخوا څخه هم د یوشمېر شاعرانو په ګډون جوړه شوه.
دا مشاعره چې د تېرو کلونو په څېر د پسرلي په لومړیو کې جوړه شوه، شاعرانو او ادبپالو پهکې د شعر پر ژبه د نارنجګل مشاعرې پر تاریخي ارزښت او د دودیزو مشاعرو پر اړتیاوو خبرې وکړې.