رستم‌خېل: هېواد کې لاهم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې

د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل نن د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته وویل، تېر کال یې هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او چاودو توکو پاکه کړې ده.
خو ده وویل، لا هم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې ده چې باید پاکاري شي.

د راستنوشویو د کړاو کیسې؛ «۳ورځې بندي وم او پیسې یې راڅخه واخیستې»

له پاکستانه جبري ایستل شوي کډوال وایي، پاکستاني پولیسو د ناسم چلند ترڅنګ، لارو کې په بېلابېلو پلمو ترې په زور پیسې هم اخیستي.
محمد نور شاوخوا ۴۸ کاله وړاندې پاکستان ته کډوال شوی او وایي، له ډیرو کلونو کار او روزګار وروسته پاکستان د کډوالۍ اصولو خلاف تش لاس په جبري ډول خپل هېواد ته را اړولی او ټوله شتمني یې ترې هملته ایساره کړې ده.

تېرو ۱۱ ورځو کې له تورخم لارې ۴۰ زره کسان هېواد ته راغلي

د ننګرهار ځایي مسوولان وایي، پاکستان په وروستیو ورځو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په تېرو ۱۱ ورځو کې یې ٧ زره افغان کډوالې کورنۍ په جبري ډول د تورخم له لارې هېواد ته را اړولي دي.

په تورخم ښارګوټي کې د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر وایي، تازه راستنو شویو کورنیو ته یې په تورخم صفري نقطه او عمري کمپ کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

پر غزې د اسراییل ۳۶ بریدونو کې یوازې ښځې او ماشومان وژل شوي

د راپورونو پر اساس، د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې په غزه کې د اسراییلو لسګونو بریدونو کې یوازې ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ملګروملتونو ویلي، د تېرې مارچ میاشتې ۱۸مې او د اپریل ۹مې ترمنځ غزه کې د اسراییلو لږ تر لږه ۳۶ بریدونو کې یوازې فلسطیني ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

بدخشان کې سېلابونه؛ تردامهاله ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ ورک دي

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي رییس مولوي محمداکرم اکبري وویل، تېرو دوو ورځو راهیسې دغه ولایت کې د ویجاړونکو سېلابونو په دلیل، خلکو ته د سر او مالي درانه زیانونه اوښتي.
هغه وویل، د سېلابونو پرمهال د یوه ماشوم په ګډون ۳ کسانو ژوند بایللی او ۴ نور نادرکه دي.
دغو سېلابونو کې شاوخوا ۳۵۰ د اوسېدو کورونه وران شوي، سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې او باغونه، کانالونه، سړکونه او پلونه یې هم وران کړي دي.

بادغیس او نیمروز ولایتونو کې په دریو کسانو د قصاص حکم اجرا شو

د اسلامي امارت سترې محکمې د دوو جلا جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، نن جمعه بادغیس ولایت کې په دوو کسانو چې په قتل تورن وو، د قصاص حکم تطبیق شو.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغو کسانو له ډلې لومړی کس سلیمان د محمد رسول زوی د بادغیس د تګاب‌علم ولسوالي د «چاه‌جلال» سیمې اوسېدونکی او دویم کس حیدر د مجنون زوی د دره‌بوم ولسوالي «نخچرستان» سیمې اوسېدونکی دی چې د قصاص حکم پر عملي شو.

د اسلامي امارت مشر: اوس یې وخت دی چې ټولو برخو کې شریعت تطبیق شي

د اسلامي امارت مشر شیخ‌هبت‌الله اخندزاده تېره ورځ د پکتیا له مسوولانو سره لیدنه کې ویلي، د شرعي نظام د حاکمیت لپاره باید هڅې وشي، څو اسلامي او شرعي په ځانګړې ډول د امربالمعروف او نهي عن‌المنکر احکام چې د اسلام اصلي هدف دی، نافذ شي.
د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر اېکسپاڼه ویلي، شیخ‌هبت‌الله اخندزاده ټینګار کړی چې اوس یې وخت دی، ترڅو په اقتصادي، سیاسي، او نظامي چارو کې شریعت تطبیق شي.

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، اسراییلي ځواکونو نن (پنجشنبه، وري ۲۱) د غزې بېلابېلو سیمو کې د استوګنې پر ودانیو هوايي بریدونه کړي چې ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
راپورونو کې ویل شوي چې د غزې پر «شجاعیه» سیمه د اسراییل بریدونو کې لږترلږه ۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

ټرمپ د چین په صادراتي توکو تعرفه ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د چین په صادراتي توکو یې تعرفه له ۱۰۴سلنې ۱۲۵سلنې ته لوړه کړې او د نورې نړۍ اضافه تعرفه یې ۹۰ ورځې ځنډولې ده.

هغه لیکلي چې دغه پرېکړه د چین د هغه غچ اخیستونکي اقدام په ځواب کې شوې چې د امریکایي توکو په وارداتو یې تعرفې ولګولې.

ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر چین لګول شوې تازه تعرفه په سملاسي ډول عملي کېږي.

د پوهنتون فارغان: ډېرې هڅې مو کړي خو د کار په موندلو نه‌یو بریالي شوي

بېکاري افغانستان کې د تحصیل کړیو ځوانانو پر وړاندې له جدي ننګونو شمېرل کیږي. له هغو ۱۹ ځوانانو سره چې تازه له پوهنتونونو فارغه شوي، د سلام‌وطندار د خبرو پایلې ښيي چې له پوهنتون تر فراغت وروسته د دغو ځوانانو لپاره د کار هېڅ فرصت نه دی برابر شوی.
دغو ځوانانو ویلي چې د دندو پیدا کولو لپاره یې په وار وار دولتي او غیردولتي بنسټونو ته مراجعه کړې، خو نه دي توانېدلي چې کار پیدا کړي.