
د ګرشک ولسوالي اوسېدونکي: روغتیايي او ښوونیزې اسانتیاوې نهلرو
د هلمند د ګرشک ولسوالي د «سیدانو» کلي اوسېدونکي وايي، خپله سیمه کې روغتیايي مرکز او ښوونځی نهلري او ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی

د هلمند د ګرشک ولسوالي د «سیدانو» کلي اوسېدونکي وايي، خپله سیمه کې روغتیايي مرکز او ښوونځی نهلري او ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی

له نن سهار راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۶ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه بریدونه ساعت وروسته له هغې کېږي چې اسراییلي جېټالوتکو پر نصیر روغتون برید وکړ او د حماس د یوه سیاسي مشر په ګډون پهکې دوه کسان ووژل شول.

د کليو بیارغونې او پراختيا وزارت سرپرست مولوي محمد يونس اخندزاده د يادو پروژو د پيل مراسمو ته وويل، تېره ورځ يې د پکتيا زرمت ولسوالي کې د «يونپس» مؤسسې په همکارۍ د ۱۶۹ پروژو چارې پيل کړي چې شاوخوا ۲۳۶ ميليون افغانی لګښت پرې راځي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي تېره ورځ یکشنبه کابل کې د قطر شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل ویلي چې دې ناسته کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، امریکا سره په وروستیو پرمختګونو او یو لړ نورو مسایلو خبرې شوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي، د افغانستان د کارګرانو ملي ټولنې «امکا» نن (یکشنبه، وري ۳) کابل کې بیا ځلې فعالیت پیل کړ.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال محمد زاهد احمدزي په دې مناسبت یوې غونډې ته وویل، دغه وزارت د افغانستان د کار قوانینو په مطابق د کارګرانو له حقونو ملاتړ کوي او د هغوی ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د هلمند امنیتي چارواکو د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې په لړ کې ۳۴ میله نیول شوې وسلې او تجهیزات د ډایاک مدیریت ته وسپارلې.

د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملامحمد عیسی ثاني لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې د لوګر-میدانوردګ سړک د لومړیو چارو له پيل څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د لوګر سیمهییز چارواکو او اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې دغه سړک به په معیاري توګه جوړ شي.

کابل کې یوشمېر ډاکټران وايي چې یوشمېر خواړه او معدې ناروغۍ ښځو کې د «اپنډېکس» ناروغي لامل کېږي.
دوی زیاتوي چې دا ستونزه ناروغ ته ناوړه پایلې لري او په وینا یې، د ناسم تشخیص له کبله د مېرمنې ترمنځ د ناامیندوارۍ لامل هم کېدای شي.

۳۶ کلنه فیروزه په خپلو ستړو لاسونو او په ډېرو هیلو سره د خیاطي ماشین څرخ تاوه وي، څو د خپل ژوند اړتیاې پرې برابرې کړي.
هغه وايي: «له کوچنيوالي مې دا هیله وه چې خیاطي وکړم، ګلدوزي وکړم او له دې لارې عواید ولرم، خپلې کورنۍ سره د اړتیاو برابرو کې مالي مرسته وکړم.»

د خوست امنیه قومنداني وياند طاهر احرار وايي، د یاد ولایت د قلندر ولسوالي امنیتي منسوبینو هغه پنځه کسان نیولي چې د دې ولسوالي په جلا، جلا سیمو کې يې د شپې پرمهال ۴۷ د جلغوزیو ونې د برقي ماشین او تبرګیو په واسطه پرې کړې وې.

د سوکوهنې د درانه وزن پخوانی نړیوال اتل «جورج فورمن» د ۷۶ کلونو په عمر ومړ.
د نوموړي کورنۍ پر انسټاګرام لیکلي چې فورمن بېګاه شپه مړ شوی دی. جورج فورمن د ژوند تر پایه د سوه سوداګر او کشش په توګه ژوند وکړ.

د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د درېیم ځل لپاره له لبنان څخه د اسراییلو پر شمالي سیمو توغندي وېشتل شوي دي.
د اسراییلو پوځ وايي چې په یادو توغندیزو بریدونو کې چا ته زیان نهدی اوښتی.

د میدانوردګ له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د لومړي بهسود او دایمیرداد ولسوالیو ترمنځ غځېدلې لویه لاره چې د واورو اورښت او برفکوچونو له امله تړل شوې وه، بېرته پرانېستل شوه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.
د سرپرست حکومت ویاند ذبېحالله مجاهد سلاموطندار ته د صادق خان سفر تاییدوي او وايي چې نوموړی به نن شنبه، وري دویمه د ا. له چارواکو سره وویني.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، تېرو ۱۱ میاشتو کې يې له کندهار څخه پاکستان، هند، چين، امريکا، متحده عربي اماراتو، سويډن، ایران، ترکيې او جرمني ته د څه باندې ۴۴۷ میلیون ډالرو په ارزښت ۴۲۱ زره او ۷۵۸ ټنه صادر کړي.
د یادې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وویل، صادراتو کې د وچې او تازه مېوې په ګډون، حبوبات، کاني مواد، سبزيجات او حيواني محصولات شامل دي.

د افغانستان ۱۴ ولایتونو کې له هغو ۳۰ ځوانانو سره چې له رواني ستونزو کړیږي، د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې ۱۲ یې د ټولنې د منفي لیدلوري له وېرې، اقتصادي ستونزو او په رواني خدماتو د باور نهلرلو په دلیل د مشورې ترلاسه کولو لپاره مراکزو ته مراجعه نهده کړې.