بدخشان کې د ذي‌روح په تصویر اخیستلو بندیز لګول شوی

د بدخشان د امربالمعروف او نهي‌عن‌المنکر ریاست مسوولان وايي، دغه ولایت کې د ذي‌روح عکس او ویډیو اخیستل بند دي او دغه کار ګناه‌ شمېرل کیږي.
د بدخشان د امربالمعروف رییس مولوي شېر احمد جواد د دغې موضوع په تایید سره وویل، دغه سپارښتنه یې د بدخشان اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د رسنیو محلي مسوولانو ته هم ابلاغ کړې ده.

هبت‌الله اخندزاده: ځینې هڅه کوي افغانستان یوځل بیا د اور په کنده بدل کړي

د اسلامي امارت مشر شیخ‌ هبت‌الله اخندزاده کندهار کې د اختر له لمانځه وروسته وینا کې ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي ورکړې او ویلي، اختر د مسلمانانو د خوشحالي او عبادت ورځ ده.
هغه یوه غږیز فایل کې چې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد خپور کړی وايي، ځینې لوري هڅه کوي چې عام خلک او حکومت او په ځانګړې توګه امارت سره جلا کړي او افغانستان یو ځل بیا د اور په کنده بدل کړي.

ملا برادر: هېوادونه دې اسلامي امارت سره اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي

د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ارګ کې د کوچني اختر تر لمانځه وروسته، ټولو مسلمانانو ته د کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ ویلي، افغانان باید د یووالي او د هیواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره یوه بل ته لاس ورکړي.
هغه له نړیوالو وغوښتل چې اسلامي امارت سره رغنده اقتصادي او سیاسي تعاملاتو ته لار هواره کړي او حکومت یې د اقتصاد محوره پالیسۍ او متقابل درناوي په چوکاټ کې هر ډول مناسبو تعاملاتو او مناسباتو ته چمتو دی.

رییس‌الوزرا: د اسلامي اساساتو او ملي ګټو په اساس، ټولو سره ښه روابط غواړو

د اسلامي امارت رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اختر پیغام کې ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان د هیچا په کورنیو چارو کې نه یوازې لاسوهنه‌ نه‌کوي، بلکې له ټولو سره د اسلامي اساساتو او ملي ګټو په رڼا کې د متقابل درناوي په اساس تعامل او ښه روابط غواړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په سطحه خپل فعالیتونه محدودوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان د بودیجې کمښت په دلیل پرېکړه نیولې چې د نړۍ په سطحه خپل کارکوونکي کم او فعالیتونه محدود کړي.
راپور کې ویل شوي چې د دغې پرېکړې اصلي لامل له دغه سازمانه د امریکا متحده ایالتونو وتل دي.
امریکا هر کال د روغتیا نړیوال سازمان ۱۸ سلنه بودجه تامینوله.

نن د افغانستان په شمول ډېری اسلامي هېوادونو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.
د سلام‌وطندار راډیو تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.

اسلامي امارت له پاکستانه غوښتي چې د اختر ورځو کې کډوال ونه باسي

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ټاکل شوي مهلت وروستۍ ورځې د مارچ ۳۱مې په رانژدې کېدو سره، اسلامي امارت له پاکستانه په ډله‌ییزه توګه د کډوالو اېستل د نړیوالو اصولو خلاف بولي او له دغه هېواده غواړي چې دغه بهیر ودروي.
چارواکي وايي، له پاکستانه د کډوالو اېستلو بهیر د پیل موده، د اختر ورځو سره برابره ده او پاکستان نه‌باید د اختر خوشحالي د افغان کډوالو لپاره په غم بدله کړي.

امیرخان متقي: سيمې او نړۍ سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي کابل کې د جاپان سفیر سره لیدنه کې وروستیو ډيپلوماټیکو پرمختګونو ته په اشارې ویلي، د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت تعاملات ښه لور ته روان دي.
هغه ویلي، سرپرست حکومت د خپل متوازن، نورو ته د ضرر نه‌رسولو او اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې، له ټولو لوریو سره باعزته اړیکو ته لیواله دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یونیم میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د متشبثینو سکتور ملاتړ او پیاوړتیا لپاره ۱۲ موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۵سوه زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.
خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تل د متشبثینو د هڅونې او ملاتړ لپاره هڅې کړي دي.

افغانستان او چین د سوداګرۍ پراختیا لپاره کاري ډله رامنځ ته کوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د چین سفیر ژاو شينګ سره ليدلي.
دغه لیدنه کې دواړو لوریو چین ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړې توګه د جلغوزيو، انارو او د لاجورد، نفریټ او تالک ډبرو په څېر د معدني او قیمتي ډبرو په صادراتو بحث او خبرې کړي دي.

ملګروملتونو ویاند: هیله‌ ده د افغان‌نجونو پر زده‌کړو محدودیت تر ۲۰۳۰کاله دوام ونه‌کړي

د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، که چېرې افغانستان کې روان وضعیت او د سرپرست حکومت محدودیتونه همداسې دوام وکړي، له ۴ میلیون ډېرې افغان نجونې به د زده‌کړو د دوام له حقه محرومې شي.
هغه د یونیسف د وروستي رپوټ پر بنسټ یوې خبري غونډې ته ویلي، افغانستان کې دامهال ۲.۲ میلیون نجونې له زده‌کړو محرومې دي او تمه لري چې دغه وضعیت دوام ونه‌کړي.

عباس عراقچي: ناقانونه افغان کډوال به په تدریج او باعزته ډول ستانه کړل شي

د ايران بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي له ایرنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، افغان لوري سره یې په یوې داسې ګډې طرحې جوړولو کار کړی چې د افغان کډوالو پر ستنولو متمرکزه ده.
هغه ویلي چې د دې طرحې له مخې به، د ناقانونه افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهير په تدريجي او په باعزته توګه ترسره شي.