
پنځو هېوادونو د اسلامي امارت او پاکستان له اوربند هرکلی کړی
سعودي عربستان، ترکیې، سوریې، اردن او کویټ د اختر په مناسبت د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د لنډمهالي اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی.

سعودي عربستان، ترکیې، سوریې، اردن او کویټ د اختر په مناسبت د اسلامي امارت او پاکستان ترمنځ د لنډمهالي اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی.

د اسلامي امارت رییس الوزرا خپل اختریز پیغام کې له هېوادوالو غوښتي چې د پاکستان بمباریو کې د زیانمنو شویو او راستنېدونکو افغانانو لاسنیوی وکړي.
ملا محمد حسن اخوند دغه پیغام کې ویلي چې د اختر ورځو کې د اړمنو او بېځایه شویو وضعیت ته لاسرسی یو اسلامي مسوولیت دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د پاکستان پر وړاندې د رد الظلم دفاعي عملیات لنډمهاله ځنډول شوي.
هغه وویل، امنيتي او دفاعي ځواکونه د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت او د منځګړو اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، ترکيې او د قطر دولت په غوښتنه د رد الظلم دفاعي عملیاتو کې د لنډمهاله وقفې اعلان کوي.

اختر چې د مسلمانانو له خاصو مناسبتي ورځو څخه دی، په ټولو اسلامي هېوادونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کيږي.
د سلاموطندار راډیو مشرتابه او کارمندان تاسو درنو هېوادوالو او ټولو مسلمانانو ته د اختر مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې له خوښیو ډک اختر ولرئ.

د افغانستان د بزکشۍ ملي لوبډله د قزاقستان نړیوالو سیالیو په دوام، نن پنجشنبه د مغولستان لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. دغه سیالي به د کابل

د حوت میاشتې ۲۷ مه چې افغانستان کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده، یوشمیر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وايي، د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، پر وخت مالوماتو ته د لاسرسي نهشتون ستونزې سره هم مخ دي.
دوی وویل، دغې مسلې یې فعالیتونه اغېزمن کړي او له حکومتي چارواکو غواړي چې خبریالانو ته په وخت سره دقیق مالومات ورکړي.

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بهر کې د اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلګریو له استازو سره انلاین غونډه کړې. د بهرنیو چارو

کندز کې یو شمېر روغتیاپالان وایي، د ښځو لهخوا د خوږو ډېر استعمال د بېلابېلو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل کېږي. دغه ډاکټران ټینګار کوي

د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي.

د سترې محکمې د رؤیت هلال مرکزي کمېټې له هېوادوالو غوښتنه کړې چې نن مازدیګر په خپلو سیمو کې د شوال میاشتې د لیدلو لپاره

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي، کابل کې د روږدو د درملنې په مرکز د پاکستان برید باید په خپلواکه، بېطرفه او چټکه توګه وڅېړل شي.
نوموړي ویلي چې د دغه برید مسوولو کسانو سره دې حساب وشي او د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړل شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د افغانستان له خلکو او حکومت مننه کوي چې د امریکا او اسراییل بریدونه یې غندلي او د ایران له حکومت او خلکو سره خواخوږي او ملاتړ څرګند کړی.
ده زیاته کړې چې د اسراییل او امریکا پر وړاندې په استقامت سره ولاړ دي.

که څه هم د پسرلي په را رسېدو سره به هرکال د پروان ولایت د غرونو لمنې شنې او زرغونې وې، خو سږکال څړځایونه په

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د پاکستان پوځ تېره شپه ماخوستن شاوخوا نهه بجې کابل کې د اميد په نوم د معتادينو د درملنې ۲زره بستريز روغتون بمبار کړ.
هغه وویل، د شهيدانو شمېر ۴۰۰ ته رسېدلی او تر ۲۵۰ پورې نور ټپيان شوي.
د هغه په وینا، د روغتون زياتې برخې له منځه تللي او تر اټکل د زياتو تلفاتو ويره شته.

د اسلامي امارت مشر شیخ هبتالله اخندزاده ویلي، له اسلامي نړۍ سره د اسلامي اخوت او له نورو هېوادونو سره د اسلامي اصولو په اساس اړیکې غواړي.
هغه نن دوشنبه د حوت ۲۵ / مارچ ۱۶ د کوچنۍ اختر په مناسبت پیغام کې له ټولو خواوو غوښتنه کړې چې د افغانانو باورونو او ارزښتونو ته درناوی او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ونهکړي.

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار وویل، ناپېژانده کس د دغه ولایت امامصاحب ولسوالۍ کې یوه ډاکټره وژلې. هغه نن وویل، پېښه د