Picture of سلام وطندار

سلام وطندار

معرفی مختصر

ایران کې د افغان کډوالو وضعیت؛ «اسناد‌لرونکي تګ‌راتګ نه‌شي کولی»

د ایران په پلازمېنه تهران کې د درېوو افغان کډوالو له‌خوا د یوه ایراني له وژل‌کېدو وروسته، دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شوې دي.

دغه ایرانی تېره اوونۍ د افغان کډوالو له لوري وژل شوی چې د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لاهم دغه هېواد کې خلک د افغان کډوالو د شړلو شعارونه ورکوي.

د هپیټایټس نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې تېرکال ۱۵زره پېښې ثبت شوي

د هپټایټس نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګه وايي چې د عامه پوهاوي نشتون، د درملو او تشخصي مرکزونو نشتوالی، افغانستان کې له یادې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې شته خنډونه بلل کېږي. افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی نعیم‌الله ساپی وايي: «خلکو ته عامه پوهاوی کم دی.

شمالي کوریا: خپل ټول دښمنان به په بشپړه توګه له‌منځه یوسوو

د شمالي‌کوریا دولتي رسنۍ وايي، د جګړې پېښېدو پرمهال که د دغه هېواد مشر امر وکړي، خپل دښمنان به په بشپړه توګه له‌منځه یوسي.

د شمالي‌کوریا پوځي مشرانو دغه څرګندونې د کوریا جګړې ۷۱یمه کلیزې نمانځ‌غونډه کې کړې دي. امریکايي جنرالانو دغه هوکړه‌لیک د ملګروملتونو ځواکونو له‌خوا چې د سوېلي‌کوریا ملاتړ یې کاوه، لاسلیک کړ.

پر اسراییلو د توغندیز برید له امله ۱۲کسان وژل شوي

اسراییلو کې چارواکي وايي چې د جولان پر لوړو کې د فوټبال پر لوبغالي د توغندیز برید له امله ۱۲ کسان وژل شوي دي.

اسراییلو د دې برید پړه پر حزب‌الله وراچولې او ګواښ یې کړی چې غچ به یې واخلي. دغه برید چې تر ټولو خونړی بلل کېږي، حزب‌الله ډلې په‌کې خپل لاس لرل، رد کړي دي.

کندهار کې د تازه مېوو سوداګر د پاکستان له لوړې ګمرکي تعرفې شکایت کوي

کندهار کې د تازه مېوو یوشمېر سوداګر وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوې د تعرفې لوړولو سوداګرو او ولسي وګړو ته مالي زیانونه اړولي دي.

دوی وايي، دواړه هیوادونه باید ژر تر ژره دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي، څو د تازه مېوو افغان سوداګر او په کور دننه بڼوال له مالي زیانونو وژغورل شي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د کانکور ازموینې ګډونوالو شمېر نیمايي کم شوی

د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې سږکال د درېیم ځل لپاره هېواد کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه. دا دویم پرله‌پسې کال دی چې د افغان نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

که څه هم کانکور ازموینه کې د ګډونو شمېر کم شوی، خو د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینې نمرې لوړې شوې دي.

ټرمپ: که بریالی نشم، ښايي درېیمه نړیواله جګړه رامنځته شي

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو سره په لیدنه کې ویلي، که دی په ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی نه‌شي، ښايي درېیمه نړیواله جګړه به رامنځته شي. ډونالډ ټرمپ په دې لیدنه کې د ډموکراټ ګوند په غړیو هم کلکې نیوکې وکړې او هغوی یې بې‌کفایته مسوولان وبلل.

هلمند کې د ۳۵۰ مټره پُل او ۲۷.۵ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د ۲۷.۲ کیلومټره سړک او پر هلمند سیند د ۳۵۰ پل د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاد سړک ټولټال ۲۷.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۱۲ مټره پلنوالی لري. ترڅنګ یې د لښکرګاه د پنځمې ناحیې سیمه کې پر هلمندسیند د ٣٥٠متره په اوږدوالي د یوه پل د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

روزګان کې د ۲۲کیلومتره سړک جغل‌‌اچوونې چارې بشپړې شوې

په روزګان  کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنخ د «چمبرک» په نوم د ۲۲ کیلومتره سړک د هوارۍ او جغل‌اچوونې چارې بشپړې شوې.

د یاد سړک د جغل‌اچوونې چارې د ولایتي ادارې په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په مشینري، یوه میاشت مخکې پیل شوې چې کارونه یې اوس بشپړ شول.

د لوګر مالداران د شېدو پروسس مرکزونو کمښت څخه شکایت کوي

د لوګر مرکز پل‌علم ښار او یوشمېر ولسوالیو څاروي‌لرونکي شکایت کوي چې په دغه ولایت کې د شېدو پروسیس مرکزونو نشتون له امله خپل د مالدارۍ محصولات په نیمه بیه بازار کې پلوري. ده وویل، که مالدارنو ته د شېدو د راټولولو وسایل، مرکزونه، پروسیس مرکزونه رامنځته شي مالدارۍ به دوه برابره وده وکړي.

کابل کې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د درملو تولید کارخونه پرانېستل شوه

د کابل ښار «هوت‌خېلو» سیمه کې په نړیوالو معیارونو برابر د «لایف‌پېرل» په نوم د درملو د تولید یوه خصوصي فابریکه پرانېستل شوه.

د یادې فابریکې پر جوړولو ۲۰ میلیونه ډالره لګول شوي او دامهال په‌کې ۵۰ قلمه درمل تولیدېږي. د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي، هېوادوال د درملو په پېرلو د کال تر یو میلیارد ډالرو پورې لګوي.

د سرحدونو او قبایلوچارو وزارت: د هېواد سرحدونو ساتنه د حکومت مسوولیت دی

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولان وايي، د هېواد د سرحدونو او په يادو سیمو کې د خلکو ساتنه د اوسني حکومت مسووليت دی او په ټول توان يې، ساتنه کوي. نورالله نوري دغه څرګندونې د پکتيا څمکنيو ولسوالي کې «د اسلامي نظام او ملي استحکام» تر نوم لاندې د قومي مشرانو سره په يوه غونډه کې کړې دي.