د شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته خبرداری؛ «دوو میاشتو کې یې رنګ کړئ»

د ټرافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته یې دوه میاشتې نور وخت ورکړی چې رنګ یې بدل کړي.
خو یوشمېر هغه موټرچلوونکي چې په کابل ښار کې په ژېړرنګه ټکسیو او شخصي موټرو کې مسافر لېږدوي را لېږدوي، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو له عمومي ریاست څخه غواړي چې د دغو موټرو د بندولو پر پرېکړې له سره غوره وکړي.

هېواد کې د هوا تودېدل او د برښنا پرچاوۍ په اړه د خلکو شکایتونه

په ځینو ولایتونو کې د هوا تودوخه تر ۴۴ سانتي ګراد درجو پورې له لوړېدو سره هم‌مهاله د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د برښنا پرچاوي زیاته شوې او ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د کابل یو اوسېدونکی سمېع‌الله وايي، په یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري.

ا.ا د هوټلونو او د تېلو او ګازو د ټانکونو مالیې ۵۰ سلنه کمې کړي

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت مسوولانو نن (د زمري شپاړلسمه، سه‌شنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ځینو برخو کې یې مالیې کمې کړې دي.
د سرپرست حکومت د پرېکړې له مخې، د تېلو او ګازو د ټانکونو ثابته مالیه له ۰،۶ سلنه څخه ۰،۳ سلنې ته راټیټه شوې ده.

اقلیمي بدلونونه؛ د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: شپږو میاشتو کې ۳۸ زره افغانان بې‌ځایه شوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the children) ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۳۸ زره افغانان چې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله بې‌ځایه شوي دي. دغه سازمان نن (د زمري ۱۶مه، سه‌شنبه) پر خپلې وېب‌پاڼې یو راپور خپور کړی چې په‌کې لیکل شوي، سږ کال په افغانستان کې د تېر هغه په پرتله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

اسراییلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰ فلسطینیان وژلي

د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې پر تړانګې د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۷۱ نور ټپیان دي.
د الجزیرې خبري شبکې نن (د زمري شپاړلسمه، سه‌شنبه) راپور ورکړی چې اسراییلي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر فلسطینیانو درې بریدونه کړي دي.

تهران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل؛ په منځني ختیځ کې کړکېچ په ډېرېدو دی

په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له وژل کېدو وروسته په منځني ختیځ کې د شخړو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو په دوام، امریکا پر اسرابیلو د ایران د احتمالي برید خبرداری ورکړی دی.

د اکسيوس د راپور پر بنسټ، د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټونيو بلېنکن د جي‌۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې ویلي چې شونې ده ايران له دوشنبې څخه د اسراييلو پر ضد بريدونه پلان کړي.

د ښار جوړولو وزارت: یوه کال کې ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه تایید شوي

د ښار جوړولو وزارت مسوولانو د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي چې تېر کال د ولایتونو لپاره ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه منل شوي دي. د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي، تېر کال یې ۴۴۳ رغنیزې پروژې څارلي او له ۳۰۰۰ څخه زیاتې ښاري سرغړونې یې په نښه کړې دي.

کابل کې پر نشه‌يي توکو روږدې مېرمنې: اقتصادي ستونزو پر نشې اخته کړې یوو

په کابل کې پر نشه‌يي توکو یوشمېر روږدې مېرمنې وايي چې نشې یې ژوند ور تريخ کړی دی. راحله (مستعار نوم) چې ۲۹ کاله عمر لري، له تېرو درېوو میاشتو راهیسې له خپلو درېوو ماشومانو سره د کابل ښار د روږدو مېرمنو او ماشومانو د درملنې په ۱۵۰ بستریز روغتون کې بستر ده. هغه وايي، دا یې دويم ځل دی چې نشې ته مخه کوي. د نوموړې په وینا، خاوند یې چې پر نشه‌يي توکو روږدی دی، دا اړ کړې چې نشه‌يي توکي وکاروي.

عدلیې وزارت یوه کال کې ۴۷ قانونه د توشېح لپاره د ا.ا مشر ته لېږلي

د عدلیې وزارت مسوولانو د یکشنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې وویل چې په تېر لمریز کال کې یې د قوانینو، اصول‌نامو، فرمانونو، حکمونو، مقرراتو، اساسنامو او لایحو په ګډون، ۱۰۱ تقنیني سندونه ارزولي دي.
د دغه وزارت د مسلکي چارو مرستیال عبدالکریم حیدر وویل، دغه وزارت تېر کال ۴۷ قانونه وروستي کړي او د توشېح لپاره یې د ا.ا مشر ته لېږلي چې په وینا یې، پنځه هغه یې توشېح شوي دي.

افغانستان کې راغلیو سېلابونو د نورو په پرتله ماشومان ډېر اغېزمن کړي

په ځینو ولایتونو کې یوشمېر سېلاب‌ځپلیو کورنیو سلام‌وطندار ته ویلي چې ماشومان یې لومړنیو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. د دوی په وینا، د شپې او ورځې تېرولو لپاره د اوسېدو ځای نه‌لري او له همدې امله يې ماشومان پر بېلابېلو ناروغيو اخته کېږي.

ا.ا: د محمدابراهیم محتاج قضیه د هغه له خبریالۍ سره تړاو نه‌لري

یوشمېر افغان خبریالان په کندهار کې د ملت غږ محلي راډیو د خبریال محمدابراهیم محتاج له نیول کېدو سره هم‌مهاله په هېواد کې د خبریالانو د نیولو دوام په اړه اندېښنه څرګندوي.
دوی د سرپرست حکومت له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د رسنیو د سرغړونې کمېسیون له لارې د نیول شویو خبریالانو قضیې وڅېړي.

ا.ا نور په یوشمېر هېوادونو کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلیو سندونه نه مني

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د سه‌شنبې په ورځ یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له دې وروسته په یوشمېر اروپايي هېوادونو او اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان د سفارتونو او کونسلیو له‌ لوري صادر شوي سندونه نه مني.
په دې خبرپاڼه کې چې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل له‌خوا خپره شوې، په اروپايي هېوادونو، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د لږترلږه څوارلسو ډیپلوماټیکو استازولیو نومونه یاد شوي دي.

فرانسه کې د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالیو پیل

د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالۍ پرون د فرانسې په پاریس ښار کې پرانېستل شوې او ټاکل شوې چې درې اوونۍ دوام وکړي.
د المپيک د نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې به د ٢٠٦ هېوادونو د بېلابېلو لوبو څه باندې لس‌نیم زره لوبغاړي برخه واخلي.

له ۲۲ ښځینه شاعرانو او لیکوالانو سره مرکې؛ «تر ډېره د ښځو مسایل په‌کې یادوو»

په دولسو ولایتونو کې له ۲۲ ښځینه شاعرانو او لیکوالانو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې ډېری یې له ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي او خپل شعرونه او لیکنې تر ډېره د افغان ښځو پر ستونزو او ناهیلیو لیکي.
دوی وايي، په خپلو شعرونو او لیکنو کې د هغو افغان ښځو دردونه، ناهیلۍ او ناویلې منعکسوي چې غږ یې چوپ شوی دی.

ایران کې افغان کډوال: پولیس او خلک له افغان کډوالو سره ناسم چلن کوي

نفیسه محمدي چې ۲۲ کاله عمر لري، هېواد کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته ایران ته کډواله شوې ده. هغه د جمهوریت پر مهال د ښځو حقونو فعاله او د افغانستان د رزمي سپورټ روزونکې وه، خو اوس په ایران کې د کډوالۍ سختې شپې او ورځې تېروي.