عبدالباقي حقاني: یوه کال کې مو له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستې

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن (د وږي لسمه، شنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خپلو یوکلنو لاسته‌راوړنو د شریکولو په خبري ناسته کې وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو څخه ازموینه اخیستې او ۸۷زره او ۱۰۳ بریالي شوي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.

غزني کې دوو ټرافیکي پېښو اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د غزني امنیتي مسوولان وايي، د کابل‌-کندهار پر لویې لارې د روضې کوتل او د غزني‌-‌ګردېز پر لویې لارې په دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې اووو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي وايي، پرون ناوخته د روضې کوتل سره دوو باروړونکو موټرو ټکر کړی چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال: د «لاجوردو لارې» بیافعالېدو ته تیار یوو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت‌الله بدري د وږي په اوومه، د چهارشنبې ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري د ترکمنستان مرکز عشق‌اباد ته تللی دی. له نوموړي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو، مالیې او ټولګټو چارو وزارتونو او د افغانستان برښنا شرکت استازي ګډون لري.

د کرنې وزارت یوه کال کې په ۳۰۰ میلیونه ډالرو ۲۷۱ پروژې پلې کړي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري نن (د وږي اتمه، پنجشنبه) د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې خپلې یوکلنې لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. د نوموړي په وینا، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې دي.

له ۴۰ ښځینه کروندګرو او مالدارانو سره د سلام‌وطندار مرکې؛ «ملاتړ مو نه کېږي»

په څوارلسو ولایتونو کې له ۴۰ ښځینه کروندګرو او مالدارانو سره د سلام‌وطندار د مرکو پایلې ښيي چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې برخې اړوندو بنسټونو د دغو ښځو له ډلې د یوې هم لاتړ نه‌دی کړی. دا ښځې په دودیز ډول د کورنۍ له نارینه‌وو سره پر کرنې او مالدارۍ بوختې دي، خو د کرنې پرمختللو امکاناتو ته لاسرسی نه‌لري. دوی وايي، د ښو حاصلاتو لپاره په کروندو ګې ډېر زحمت وباسي، خو د پام وړ ګټه نه کوي.

د انټرنېټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت په اړه د خلکو شکایتونه

یوشمېر هېوادوال د انټرنېټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت په اړه شکایت کوي او وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان انټرنېټ د پرتلې وړ نه‌دی.
د هرات اوسېدونکی عزیزاحمد په هېواد کې د انترنېټ ټیټ کیفیت په اړه وايي، انټرنېټ د خپلو خپلوانو د پوښتنې لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، کاروي، خو د ټیټ کیفیت له امله نه‌شي کولای سمې اړیکې ورسره ټینګې کړي.

د سینې پر سرطان اخته مېرمنې: په افغانستان کې مو درملنه نه کېږي

یوشمېر افغان مېرمنو چې د سینې پر سرطان اخته دي، له سلام‌وطندار سره په مرکه کې ویلي چې روغتیايي خدمتونو او د اړتیا وړ درملو پېرلو ته د نه لاسرسي له کبله باید په دوامداره توګه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړې شي.
دوی وايي، تمه نه لري چې د افغانستان په روغتونونو کې دې یې درملنه وشي او په وینا یې، هېواد کې یې درملنه نه کېږي.

فصیح‌الدین فطرت: افغانستان نور د هېچا فرمایش نه مني

د ا.ا چارواکو نن (د زمري ۲۸مه، یکشنبه) په کابل کې د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۵مه کلیزه ونمانځله. د سرپرست حکومت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په دې غونډه کې وویل، افغانستان داسې مهال خپله ۱۰۵مه کلیزه نمانځي چې په بشپړ ډول خپلواک شوی او د هېچا فرمایش نه مني.

اوزبکستان به په نږدې راتلونکې کې د ا.ا سفیر ومني

د اوزبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف‌اوف ویلي چې هېواد به یې په نږدې راتلونکې کې په رسمي ډول د ا.ا سفیر ومني. ارګ پرون ناوخته پر اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او په‌کې لیکلي یې دي چې عارف‌اوف دا موضوع د ا.ا د رییس‌الوزرا له سیاسي مرستیال محمد عبدالکبیر سره په لیدنه کې یاده کړې او ویلي یې دي چې اوزبکستان په مهمو نړیوالو غونډو کې د ا.ا د دریځ ملاتړ کوي.

افغان ښځې له ټکنالوجي سره سمې بلدې نه‌دي

له ۴۲ افغان ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې هغوی له ټکنالوجي او د هغې له اړوندو وسیلو سره سمې بلدې نه‌دي. د دغو ښځو له ډلې ۱۵ هغه یې په کابل او ۲۷ نورې یې په ولایتونو کې اوسېږي. نهه ښځې وايي چې د ټکنالوجي پر کارولو هېڅ نه پوهېږي. دغه ښځې وايي چې ناچاري، بې‌سوادي، نه پوهاوی، په کم عمر کې ودېدل او کورنۍ جګړې لامل شوي چې دوی له ټکنالوجي نه لرې پاتې شي.

ډاکټران: ښځې له نارینه‌وو ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي

یوشمېر ډاکټران وايي، ښځې له نارینه‌وو ډېرې پر شکر ناروغي اخته کېږي. په کابل کې له ۲۳ ښځو سره د سلام‌وطندار د مرکو موندنې ښيي چې پر شکر ناروغي د ښځو اخته کېدل بېلابېل لاملونه لري. د ۲۳ ښځو له ډلې ۲۰ هغو ویلي چې پر دې ناروغي په ارثي ډول اخته شوې دي. بنفشه او نجیبه چې دواړه پر شکر ناروغي اخته دي وايي، دا ناروغي له مشرانو ورته پاتې ده.

ا.ا ایران ته: له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی مه کوئ، زغم وکړئ

د سرپرست حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت له ایران څخه غوښتي چې له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی ونه کړي او د هغوی پر وړاندې دې زغم وکړي.
دغه وزارت نن پر خپل اېکس یوه خبرپاڼه خپره کړې او په ایران کې له افغان کډوالو سره د هغه هېواد د پولیسو ناوړه چلن د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

مجاهد: د اسلامي همکاریو سازمان دې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ۵۷مې غونډې سره هم‌مهاله هیله څرګندوي چې یاده غونډه د افغانستان په ګټه تمامه شي.
نوموړی له دغه سازمان څخه غواړي چې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراخولو او پیاوړي کولو برخه کې له ا.ا سره همکاري وکړي.