له جګړې د پاتې ماینونو د خطر په اړه د عامه پوهاوي کمپاین پیلېږي

په داسې حال کې چې له جګړو پاتې ماینونه لا هم له افغانانو قرباني اخلي، د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مسوولان وايي، خلکو ته به له بېلابېلو لارو د ماینونو د خطرونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
د دغې ادارې ویاند محمدعبدالله‌جان سایق وايي، دغه کمپاین به د ټلوېزیون، راډیو، د تبلیغاتي پوسټرونو لګولو او له ماینونو څخه زیانمنو سیمو ته د ګرځنده ډلو په لېږلو سره سر ته ورسوي.

فطرت: افغانستان کې د داعش حضور پراخ ښودل شوی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د امریکا کانګرېس ته په خپل شپږشپیتم راپور کې ویلي، په افغانستان کې د داعش، د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي او القاعدې موجودیت د اندېښنې وړ بللی دی. سیګار ویلي، ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او داعش هم د دغه هېواد او سیمه‌ييزو ثبات پر وړاندې «مهم ګواښ» دی.

د بدل ودونه؛ «د ورور واده کې وړه وم، خبره نه وم چې زما هم دی، نڅا مې کوله»

بدل ودونه هغه ودونه دي چې دوه کورنۍ خپلې لوڼې یو د بل ځامنو ته په بدل ورکوي. که څه هم دغه ډول ودونه د واده او ولور راکمولو په موخه کېږي، خو یوولسو ښځو چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، ویلي چې د بدل ودونه د ښځو د ګډ ژوند لپاره ډېرې بدې پایلې لري.

یونیسف: د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف استازی تاج‌الدین ایو وال وايي، د اوبو ناورین د افغان ماشومانو ژوند ګواښي.
نوموړي پرون د مرغومي ۲۸مه، د جمعې ورځ پر اېکس لیکلي، په روان زېږدیز کال کې باید د افغانانو، په تېره د افغان ماشومانو د ملاتړ په موخه د اوبو ناورین پر وړاندې مبارزه چټکه شي.

کابل کې د ۳۰ مسافروړونکو موټرو پر فعالیت بندیز ولګېده

د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په کابل ښار کې یې د ۳۰ مسافروړونکو موټرو پر فعالیت بندیز لګولی دی. دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس‌ یې خپره کړې، لیکلي چې د دغو موټرو فعالیت یې د تخنیکي ستونزو او د څوکیو زیاتوالي له کبله درولی دی.

د افغانستان بانک سبا ۱۸ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي، د «افغانۍ» د ارزښت ساتلو او ثبات لپاره به سبا ۱۸ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.
د دغه بانک له هغو ټولو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې پر شرایطو برابر دي، غوښتي چې په یاده داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

روغتیايي ننګونې؛ د افغانستان د روغتیا سکټور تراوسه د افغان امېندواره مېرمنو ننګونو ته ځواب نه‌دی ویلی

سلام‌وطندار د نسايي‌-‌ولادي څانګې له ۸ متخصصانو او ۳۰ هغو مېرمنو سره مرکې کړي چې د امېندوارۍ دوره یې تېره کړې ده. د دغو مرکو موندنې ښيي چې د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت او د روغتیا برخه کې فعال بنسټونه نه‌دي توانېدلي چې په بشپړه توګه د افغان امېندواره مېرمنو ننګونو ته ځواب ووايي.

پر غزې د اسراییلو بریدونو د ۷۶ کسانو ژوند اخیستی

د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو بریدونو کې لږترلږه ۷۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان په تېرو څلېرویشتو ساعتونو کې د غزې پر بېلابېلو برخو د اسراییلو د پوځ په بریدونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

یونیسف د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، په روان زېږدیز کال کې یې د ۲۸زرو افغان روغتیايي کارکوونکو ملاتړ کړی دی. یونیسف په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس یې خپره کړې، ویلي چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو رسوونکي دغه شمېر کارکوونکي به میندو او ماشومانو ته خدمتونه ورسوي.

مولوي عبدالکبیر د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد پر اېکس لیکلي چې د ریاست‌الوزرا پخوانی سیاسي مرستیال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي د جدي په شلمه، پنجشنبې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې مولوي عبدالکبیر د ا.ا د مشر هبت‌.الله اخوند.زاده د فرمان له مخې، د یاد وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

کابل کې د سټراټېژيکو همکاریو او همغږۍ د پیاوړتیا غونډه جوړه شوه

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او خصوصي سکټور ترمنځ د همغږۍ او سټراټېژيکو همکاريو د پياوړتيا په موخه دويمه دوه‌ورځنۍ غونډه په کابل کې جوړه شوه.
د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولان وايي، دغه کنفرانس يې د فرصتونو او ننګونو د ارزونې، د ښوونیز نصاب د کيفيت لوړولو او د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه جوړ کړی دی.

خوست کې ګازو د پنځو کسانو ژوند اخیستی

د خوست امنیې قومانداي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یوې کورنۍ د مرغومي په ۱۶مه، د یک‌شنبې شپه د دغه ولایت په مرکز خوست ښار کې ګازي بخارۍ لګولې او پر وړاندې یې د بې‌غورۍ له کبله پنځو کسانو خپل ژوند بایللی دی.
دا پېښه د خوست ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه استوګنیزه ودانۍ کې شوې ده. په پېښه کې څلور نارینه او یوه ښځه مړه شوې ده.

برمل کې خونړۍ شپه؛ د هغه ماشومان کیسه چې کورنۍ یې تر خاورو لاندې شوه

پاکستاني ځواکونو د مرغومي په څلورمه، د سه‌شنبې شپه د پکتیکا د برمل ولسوالي پر لامن، مرغه او سوزغمي سیمو هوايي بریدونه وکړل. د دغو بریدونو غږ د شپې ارامي ماته او یوشمېر کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل چې په خوارۍ او سختۍ یې جوړ کړي وو.

یونیسف: پر پکتیکا د پاکستان برید کې ۲۰ ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي، پر پکتیکا د پاکستاني پوځ هوايي بریدونو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.
په سوېلي اسیا کې د یونیسف سیمه‌ييز مدیر سانجي ویجسکرا د مرغومي په شپږمه، د پنجشنبې ورځ پر اېکس د قربانیانو له کورنیو سره غمرازي کړې او لیکلي یې دي: «ماشومان هېڅکله موخه نه‌دي او نه باید واوسي.»