Asset 1SWN

غزه کې بریدونه؛ یوه ورځ کې ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

A picture taken on July 20, 2018 shows a fireball exploding in Gaza City during Israeli bombardment.

Israeli aircraft and tanks hit targets throughout the Gaza Strip on July 20 after shots were fired at troops along the border, the army said, with Gaza's health ministry reporting three Palestinians killed.  / AFP PHOTO / BASHAR TALEBBASHAR TALEB/AFP/Getty Images

غزه کې د اسراییلو د بریدونو له امله یوازې پر یوه ورځ ۶۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.

په مړو شویو کې یوه لس کسیزه کورنۍ هم شامله ده چې د اسراییلو په یوه برید کې د همدې کورنۍ لس غړي یوځای وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فلسطین وفا خبري اژانس نن چهارشنبه، اکتوبر ۱۵مه راپور ورکړی چې د نن ورځې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د یاد خبري اژانس په وینا، برید د غزې په سوېل، نصیر سیمه کې پر یوه کور شوی دی. دې برید کې ۷ نور کسان ټپیان شوي او د روغتیايي وضعیت په اړه یې، څه نه‌دي ویل شوي.

له دې سربېره اسراییلو د غزې شمال له نږدې دوو اوونیو راهیسې کلابند کړی او په سېسټماټیک ډول د ویجاړۍ لړۍ یې، پیل کړې.

پر غزې د اسراییلو د برید راهیسې تر دې مهاله ۴۲۳۴۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۹۰۱۳ کسان هم ټپیان شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غزه کې د کلابندۍ او د اسراییلو د بریدونو او عملیاتو له امله میلیونونه کسان له قهطۍ سره مخ دي او همدومره نور بیا له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام