د کاپیسا د امنیې قومنداني مسوولان وايي، د دغه ولایت د تګاب ولسوالي په «درمدرم» سیمه کې په یوه جنایي پېښه کې د پروان د پولیسو د دویمې حوزې امر او درې ساتونکو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلاموطندار ته ویلي، دا پېښه د جمعې پر ورځ (تلې یوولسمه) مادیګر مهال رامنځته شوې ده. د نوموړي په وینا، برید دوه وروڼو، شفیعالله او طالب چې د ملنګ زامن او د الهسای ولسوالي اوسېدونکي دي، کړی او وروسته د «کوټي» کلي ته تښتېدلي دي.
فایز زیاتوي، د برید انګېزه د تېرکال یوې شخړې ته ورګرځي. هغه مهال د ملنګ بل زوی صدیقالله د یوې تېروتنې له امله وژل شوی و، که څه هم موضوع وروسته د پخلاینې له لارې هواره شوې وه، خو بریدګرو د غچاخیستو په نیت قربانیان تګاب ته وروغوښتل او وژلي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امنیې قومنداني د ویاند په خبره، وژل شوي کسان چې د پولیسو د دویمې حوزې امر او درې ساتونکي یې وو، د پکتیا اصلي اوسېدونکي دي.
نوموړی وايي، د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي او هڅې کېږي چې عاملین ونیول شي.
یاده دې وي چې د کورنیو او قومي دښمنیو له امله د خلکو وژل کېدل په کاپیسا کې نوې خبره نه ده، بلکې په وروستیو دوو کلونو کې ورته لسګونه پېښې ثبت شوې دي.