د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د بمي چاودنې له امله ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. پېښه نن شنبه، د نومبر نهمه «لړم ۱۹مه» د بلوچستان ایالت د کوېټې ښار د اورکاډي په تمځای کې شوې.
پاکستاني رسنیو د بلوچستان د پولیسو مشر محمدبلوڅ له قوله ویلي، چاودنه هغه مهال شوې چې یو اورګاډی له کوېټې څخه پېښور ښار ته روان و.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تراوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نهدی اخیستی او دا هم نهدي ویل شوي چې وژل شوي او ټپیان ملکیان دي، که د پاکستان امنیتي ځواکونه دي.
بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډله فعاله ده چې ډېری وخت دغه ایالت کې پر پوځیانو د شویو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخلي.
د وروستیو میاشتو پرمهال د پاکستان بېلابېلو سیمو کې امنیتي پېښې زیاتې شوي دي. اسلاماباد کې د یوه څېړنیز مرکز د راپور له مخې، یوازې د روان کال سپټمبر میاشت پرمهال پاکستان کې ۷۷ وسلهوال بریدونه شوي چې ۴۷ یې، خېبرپښتونخوا ایالت کې شوي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره له څو میاشتو راهیسې د «عزم استحکام» په نوم عملیات پیل کړي، خو سیاسي ګوندونو او خلکو ورسره مخالفت ښودلی دی.