په سوېل کې د کندهار او روزګان چارواکي وايي چې په یادو ولایتونو کې یې له شاوخوا ۸۹۱ بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو سربېره نورې بېلابېلې مرستې هم کړې دي.
د کندهارد سرې میاشتي ټولنې رییس محبالله ایوب اخندزاده سلاموطندار ته ویلي چې په مرستو شویو توکو کې اووړه، وریجې، غوړي، لوبیا، چای او نور توکي شامل دي چې د قطر په مالي مرسته پر بېوزله کورنیو وېشل شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د یادې ټولنې له لوري دغه ولایت له راستنېدو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکي مرستې شوي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په پار ۳۲ ښځینه او نارینه روغتیايي کارکوونکي ګومارل چې دوو وختونو کې خدمات وړاندې کوي.
بلخوا د روزګان چارواکي هم وايي چې دغه ولایت کې یې له ۳۴۱ بېوزله کورنیو سره د اووه میلیونه افغانیو په ارزښت ژمنۍ مرستې کړې دي.
د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالله خالد سلاموطندار ته وايي، دغه مرستې د(DAARTT) موسسې په مالي ملاتړ شوې دي.
په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۱۹۶۴۰ افغانۍ او پنځه کمپلې شاملې دي. د روزګان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عبدالله خالد وايي، دغه کسان څه موده وړاندې سروې شوي وو او وېشل شوې مرستې، مستحقو کسانو ته ورکړل شوې دي.