د پکتيا د پېښو پروړاندې د مبارزې رياست مسولان وايي چې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۵۲۵ بېرته راستنو شويو کورنيو سره د پنځه قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده.
د پکتيا پېښو پر وړاندې مبارزې ریيس مولوي نثاراحمد نجات د يادې مرستې وېش پرمهال وويل چې هرې کورنۍ ته يوه خېمه، درې کمپلې، ۵۰ کيلوغنم، ۲۵ کيلو وريجې او يو روغتيايي کېټ ورکړل شوی دی.
هغه دغهراز زياته کړه چې يادې کورنۍ د ځانګړې کمېټې لهخوا سروې او په نښه شوې وې. مرسته ترلاسه کوونکو هم خوښي څرګنده کړه چې د دوی ستونزو د حل لپاره ورسره مرسته کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دوی همداراز زیاتوي چې له زياترو کورنيو د کور توکي پاکستان کې پاتي شوي او دا ډول ډېرو مرستو ته اړتيا لري.
يوشمېر نورو مرسته ترلاسه کوونکو هم وويل چې يوازې دا مرسته يې ستونزې نهشي حل کولی او لا ډېرو مرستو ته اړمن دي.