د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د اسیا شلاوریز جام سیالیو دویمه لوبه کې نن شپه بنګلهدېش سره مخ کیږي.
دغه لوبه نن سهشنبه د ماښام په ۷ بجو د متحده عربي اماراتو اوبوظبۍ کرکت نړیوال لوبغالي کې پيلیږي.
افغان لوبډله به د اسیا جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له هانګکانګ څخه ګټلې او درېیمه لوبه به د را روانې پنجشنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سږ کال اسیا جام سیالیو کې ۸ ګډونکوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې دي او دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ لوبډلې شاملیږي.
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.