د افغانستان کرکټ لوبډلې د ٢٠٢٥ کال اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن شپه د بنګلهدېش پر وړاندې ترسره کړه.
بنګلهدېش دغه لوبه کې افغانستان ته ١٥٥ منډې هدف ورکړ چې افغان لوبډلې ونه شو کولی ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره یې ١٤٦ منډې وکړې.
افغان لوبډلې د اسیا جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له هانګکانګ څخه ګټلې او درېیمه لوبه به د را روانې پنجشنبې په ورځ د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سږ کال اسیا جام سیالیو کې ۸ ګډونکوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي چې لومړي ګروپ کې هند، پاکستان، عربي متحده امارات او عمان لوبډلې دي او دویم ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ لوبډلې شاملیږي.
له هر ګروپ څخه دوه غوره لوبډلې به د دغو سیالیو څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړي.