Asset 1SWN

سلام وطندار

مصنوعي ځیرکتیا؛ ښوونیزه او د مهارتونو لوړولو برخه کې نوی بدلون

هوش-مصنوعی-r177kj1l4iyr5xalxewuau34kkzev4vb1ip9pv0pe0

 مصنوعي ځیرکتیا په بېلابېلو ښوونیزو برخو کې سرچینو ته د ځوانانو لاسرسی اسانه کړی دی. سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۱ ځوانانو سره چې لس هلکان او یوولس نجونې دي، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د بهرنیو ژبو زده‌کړې او خپلو مهارتونو لوړولو لپاره مرکې کړې دي.

دغو ځوانانو د مرکو پرمهال ویلي، مصنوعي ځیرکتیا دوی ته دا فرصت په لاسه ورکړی چې له زماني او مکاني محدودیت پرته بېلابېلو ښوونیزو سرچینو او منځ‌پانګو ته لاسرسی ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د لغمان اوسېدونکې ۲۴کلنه حسینه چې د انګلیسي ژبې زده‌کړې لپاره له مصنوعي ځیرکتیا استفاده کوي، وايي، له دې کارن د حضوري زده‌کړو په توګه ګټه اخلي.

هغې وویل: «ډېر نوي څه مې زده‌کړل، د بېلګې په توګه انګلیسي مې ښه زده‌کړه؛ ځکه مصنوعي ځیرکتیا ډېره ښه محاوره کوي، ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي دي.»

د کابل اوسېدونکې شبنم وايي چې د ژبې زده‌کړې او اطلاعاتو راټولولو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا ګټه اخلي او په وینا یې، د ټکنالوژۍ برخه کې دا یو لوی بدلون دی. «مصنوعي ځیرکتیا په ښوونیزو چارو کې راته ګټور تمام شوی؛ سرچینو ته لاسرسی یې، راته اسانه کړی او زده‌کول مې اسانه او چټک شوي دي.»

د پروان اوسېدونکې عزیزې وویل: «مصنوعي ځیرکتیا د انګلیسي ژبې زده‌کړې کې راته ډېره مرسته کړې؛ له دې سربېره، هر کله چې وغواړم، په اسانه او څو ثانیو کې د اړتیا وړ معلومات ترلاسه کولای شم.»

په دې راپور کې یوشمېر نورو ځوانانو ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې، د فوټوګرافي، لوګوجوړولو او لیکوالي مهارتونه لوړ کړي دي.

د کاپیسا اوسېدونکې حسینه بیا وايي: «د کانوا او مصنوعي ځیرکتیا په مرسته مې چې ډیزاینونه کارولي؛ کولای شم چې بېلابېلې لوګې جوړې کړم، د سیاحتي شرکتونو، لوګو او پوسټر ډیزاین کړم.»

۲۵کلن عنایت چې له مصنوعي ځیرکتیا د ویډیو او تصویر اېډېټ او جوړولو برخه کې ګټه اخلي، وايي: «د ویډیو اډېټ او فوټوګرافي مې له مصنوعي ځیرکتیا زده‌کړي؛ په اسانۍ کولای شم چې ښوونیزو ویډیوګانو ته لاسرسی ولرم؛ هر معلومات مې چې پکار وي، پیدا کوم یې، او لاسرسی ورته لرم.»

۲۱کلنه شمله بیا لیکوالي سره لېوالتیا لري، دا وايي د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته توانېدلې چې د اوږدو مطالبو لیکلو وړتیا پیدا کړي. «دې ټکنالوژۍ راسره مرسته کړې چې د بهرنۍ ژبې ترڅنګ، لیکوالي هم پیاوړې کړم او بېلابېلو برخو کې ژور معلومات لاسته راوړم؛ مصنوعي ځیرکتیا د ښوونې برخه کې راسره ډېره مرسته کړې.»

د ټکنالوژۍ برخه کارپوهان بیا وايي چې دغه ټکنالوژۍ ببلابېلو برخو کې کاروونکو ته ګټور ښوونیز معلومات وړاندې کوي.

د ټکنالوژۍ برخې کارپوه محمدموسی محمدي وايي: «مصنوعي ځیرکتیا د ښوونې پر بهیر مثبت اغېز لري؛ دغه ټکنالوژۍ د درس اړوند منځ‌پانګه وړاندې کولا شي؛ هر کس ته په هماغه اندازه معلومات وړاندې کوي چې د درس ویلو ظرفیت ولري.»

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي چې دغه وزارت د خلکو عامه پوهاوي لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په څېر ټکنالوژۍ څخه د کارونې پروګرامونه جوړوي. «د یاد وزارت  ټولو ریاستونه د ټکنالوژۍ ودې، ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي لپاره فعالیت کوي چې زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو ته د مصنوعي ځیرکتیا او د ټکنالوژۍ اړوند وسیلو پوهاوی هم ورکوي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ۲۱ پېړۍ کې د تکنالوژۍ د بدلون په توګه د مصنوعي ځیرکتیا پراخ مزل لاهم ورځ تر بلې چټکېږي چې افغانستان لاهم دې برخه کې د پانګونې او ښوونیزو پروګرامونو کمښت له امله هغه ډول چې په‌کار ده، نه‌دی عام شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام