Asset 1SWN

پاکستان کې وسله‌والو غلو شپږ پولیس وژلي

PAKISTAN-UNREST-LAHORE

پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په پنجاب او سیند کې د دوو جلا پېښو پرمهال وسله‌والو غلو شپږ پولیس وژلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه کې وسله‌والو غلو درې پولیس هغه مهال وژلي چې د دندې پر لور روان وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دویمه پېښه چې له سيند سره پر پوله د پنجاب په صادق‌اباد کې سیمه کې رامنځته شوې، غلو د پنجاب درې پولیس وژلي دي. د صادق‌اباد پوليسو په وینا، غلو د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ او درې پولیس یې ووژل.

یاد غله چې د «کچې غله» غلو په نوم شهرت لري، د سیند او پنجاب په سرحدي سیمه کې فعالیت کوي. کچه د هغې سیمې نوم دی چې له خیبرپښتونخوا څخه د عرب سمندرګي پر لوري د بهېدونکي اباسین دواړو غاړو ته پرته ده.

دغه غله له بېلابېلو سیمو څخه خلک تښتوي، خپلې سیمې ته یې، لېږدوي او د پیسو په بدل کې یې، خوشې کوي.

چارواکي وایي، سیمه کې له اوږدې مودې راهیسې د پولیسو او رېنجرز ځواکونو عملیات روان دي، خو پر دې سربېره، بیا هم وسلوال غله پر پولیسو، ټرانسپورټرانو او کاروباريانو بریدونه کوي او خپلو سیمو ته یې، تښتوي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له دې وړاندې د تېرې جولای پر ۲۸مه هم د سیند په ګوټکي کې د کچې غلو دوه پولیس وژلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام