Asset 1SWN

سوېلي‌‌وزیرستان کې وسله‌وال برید؛ لس پاکستاني سرتېري وژل شوي

پاکستاني ځواکونو وژل کېدل

د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر یوه کاروان د وسلوال برید له امله لس سرتېري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د العربیه د راپور له مخې، وسلوالو بریدګرو د پوځ پر کاروان د تېرېدو پرمهال ډزې وکړې او وروسته یې د درنو وسلو په وسیله پوځیان په نښه کړل.

بل‌خوا د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې هېواد یې له «تحریک طالبان پاکستان» ډلې سره د مذاکراتو هېڅ نیت نه‌لري. نوموړي ټینګار کړی چې اوسنی تماس یوازې د افغانستان له طالبانو سره محدود دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوشنبې پر ورځ د یوه مشروط اوربند هوکړه شوې چې له مخې یې افغان لوري ته دا مسوولیت سپارل شوی چې له خپلې خاورې د پاکستان پر ضد د وسلوالو بریدونو مخه ونیسي.

د راپورونو له مخې، دا هوکړه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پاکستان، اسلامي امارت، ترکیې او قطر د استازیو ترمنځ د څو ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام