Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې د غشي وېشتلو سیالي ترسره شوه

غشي وېشتلو سیالي

میدان‌وردګ کې د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د غشي وېشتلو سیالۍ ترسره شوې.

د میدان‌وردګ د بدني روزنې او سپورټ امریت مسوولان وایي، د چک ولسوالۍ اړوند د محمدیارخېلو په کلي کې د کوچني اختر په مناسبت د ۵۰ غوره لوبغاړو ترمنځ د غشي وېشتلو یوه ورځنۍ سیالي ترسره شوه.

د یادې ادارې له لوري سلام‌وطندار ته لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغو سیالیو کې د محمدیارخېلو او آدم‌خیلو لوبډلو شاوخوا ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی وو.

د مالوماتو له مخې، د سیالۍ په پای کې د محمدیارخېلو ۲۵ کسیزې لوبډلې خپلې سیالې، آدم‌خیلو لوبډلې ته د ۱۴۳ پر وړاندې د ۱۳۸ نومرو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

د مسوولانو په وینا، یادې سیالۍ د کوچني اختر د خوښیو د لا زیاتولو او د دودیزو لوبو د ودې او پیاوړتیا په موخه ترسره شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام