Asset 1SWN

سلام وطندار

عراقچي: امریکا سره دویم پړاو مذاکرات رغنده وو

عباس عراقچي 42

د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي مذاکراتو دویم پړاو پایته ورسېد او دواړو لورو له څو ساعته خبرو وروسته د ناستې ځای پرې‌ایښی دی.

د ایران دولتي خبري اژانس یوه راپور کې ویلي، دغو مذاکراتو ۳ نیم ساعته دوام وکړ او دواړه لوري د عمومي موضوعاتو په اړه یو بل سره تفاهم ته رسېدلي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د دې پړاو تر پایته رسېدو وروسته د ایران له دولتي ټلویزیون سره لنډو څرګندونو کې مذاکرات رغنده وبلل.

نوموړي زیاته کړه: «بېلابېلې نظریې مطرح شوې او پر دغو نظریو جدي بحث وشو. په پایله کې موږ وکولی شول د یو لړ لارښودو اصولو پر سر عمومي موافقې ته ورسېږو چې له دې وروسته به د همدغو اصولو پر بنسټ مخته ځو او د احتمالي هوکړې متن ته به داخلېږو.»

عباس عراقچي همداراز د تېرې ناستې په پرتله د ښه پرمختګ یادونه وکړه او ویې ویل: «اوس موږ یو روښانه مسیر په مخکې لرو چې زما په اند مثبت دی.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ایران بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو څو ساعته وروسته، د عمان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې وویل، د ایران او امریکا ترمنځ د نننیو خبرو په ترڅ کې «یو محسوس پرمختګ» شوی.

امریکايي چارواکو تراوسه د دغو مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي.

ټاکل شوې چې دواړه لوري خپلو حکومتونو سره تر مشورو وروسته د موضوعاتو پر جزییاتو خبرو ته دوام ورکړي.

په دې پړاو مذاکراتو کې د ایراني مذاکره کوونکي پلاوي مشري د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د امریکايي لوري هم استیو ویتکاف په غاړه درلوده.

د ایران او امریکا ترمنځ دویم پړاو اټومي مذاکرات په غیرمستقیم ډول او د عمان په منځګړیتوب جینوا کې ترسره شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام