د ملګروملتونو سرمنشي، انتونیو ګوټرېش، له اسراییلو غوښتنه کړې چې په بېړني ډول غزې ته د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي.
ګوټرېش دا غوښتنه پرون (سهشنبه، د سلواغې ۱۴مه) د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې د خپلې وینا پرمهال مطرح کړه. د ملګروملتونو سرمنشي همداراز د رفح له پولې د بشري مرستو د اسانه او بېخنډه تېرېدو غوښتنه هم کړې ده.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې اسراییل د لسګونو زرو فلسطینیانو د وتلو مخه نیولې، څو له غزې بهر بشري مرستې ترلاسه کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپورونه ښيي چې اسراییل پرون یوازې ۱۶ فلسطینیانو ته اجازه ورکړه چې د رفح له پولې د غزې له تړانګې ووځي او د دوشنبې پر ورځ هم یوازې پنځه کسانو ته اجازه ورکړل شوې وه چې له همدې لارې مصر ته لاړ شي.
تمه کېده چې د رفح پوله د تېرکال په اکتوبر میاشت کې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د هوکړې د لومړي پړاو په چوکاټ کې بېرته پرانیستل شي، خو اسراییل ویلي تر هغه چې د خپلو یرغمل شویو کسانو جسدونه له حماس څخه ترلاسه نهکړي، دا پوله به تړلې وساتي.