د روزګان روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین کړ. دغه کمپاین نن یکشنبه د تلې نهمه پیل او تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي.
د دغه ولایت د واکسین برخې مسوول ډاکټر بختمحمد مصطفی سلاموطندار ته وويل چي دې کمپاین کې به د مرکز ترینکوټ ترڅنګ د روزګان په ټولو ولسوالیو کي ۲۲۰زره ماشومان واکسین شي.
نوموړي زیاته کړه چې دامهال روزګان کي د پولیو ضدواکسین د تطبیق بهیر سایټ پر سایټ روان دی او هرو شپږو میاشتو کي به «ویټامیناې او د سترګو لید» زیاتوالي ګولۍ هم ورکول ورکړل شي.
د ډاکټر بختمحمد مصطفی په وینا، د تېر په پرتله سږکال د عامه پوهاوي پرمټ د ماشومانو د واکسین تطبیق ۳۰ سلنه زیات شوی دی. هغه وايي، لاهم هڅې روانې دي چې دغه ولايت کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شي.
په همدې حال کې د روزګان یوشمېر اوسېدونکي وايي چې اوس هم دې ولایت کې یوشمېر خلک د بېلابېلو لاملونو له کبله خپلو ماشومانو ته پولیو ضد واکسین نهورکوي.
روزګان کې د نورو ولایتونو په پرتله د پولیو یا ګوزڼ ناروغي مخنیوي په موخه د پولیو واکسین کمپاین شاوخوا یوه اوونۍ وروسته پیل شو. تېره اوونۍ له روزګان پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د پولیو ضدواکسین پلی شو.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د معلوماتو له مخې، سږکال افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ټولې یې د هېواد ختیځ ولایت ننګرهار کې دي.