Asset 1SWN

د غزني لرغوني اثار نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته کېښودل کېږي

موزیم غزنی 2

غزني چې د هېواد یو له لرغونو ولایتونو دی او ګڼ‌شمېر لرغوني اثار او تاریخي سیمې لري، ټاکل شوې چې یوشمېراثار یې په نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته کېښودل شي.

د اغاخان بنسټ فرهنګي رییس اجمل میوندي د المان او امریکا یو‌شمېر لرغون‌پوهانو سره نن جمعه، غبرګولي ۲۵مه، غزني ته سفر کړی او هلته یې د لرغونو اثارو له جوړ شوي نندارتون لیدنه کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

میوندي غزني ته د یاد سفر موخه نړیوالو نندارتونونو کې د یاد ولایت د لرغونونو اثارو د غوراوي څرنګوالی یاد کړی دی.

د نوموړي په وینا، دوی به د دغه ولایت لرغوني اثار وارزوي او یو‌شمېر به یې نړیوالو نندارتونونو کې د نندارې لپاره غوره کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

غزني ته د لرغون‌پوهانو تللي پلاوي د یاد ولایت موزیم کې د اسلام او بودايي دورو لرغوني اثار د هېواد له تاریخي اثارو وبلل او د غزني اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هڅې یې وستایلې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام