Asset 1SWN

سلام وطندار

یوه‌ ایراني پلاوي د کار ځواک تبادلې لپاره کابل ته سفر کړی

G9zfXLiX0AAuQPz

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي چې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت د مرستیال په مشرۍ یوه پلاوي، د کاري ځواک تبادلې لپاره کابل ته سفر کړی.

دغه وزارت نن (یکشنبه، جدي ۱۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې تمه ده ایراني پلاوی به، د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري سره په دوه اړخیزو کاري اړیکو او د کار ځواک په تبادلې لیدنې او کتنې ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه دواړه لوري به د فني او حرفوي زده‌کړو د پراختیا پر څرنګوالي، ایران کې د مېشتو افغانان کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب او نورو مهمو موضوعاتو هم بحث او خبرې وکړي.

دغه ایراني پلاوي کې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال وزیر سید مالک حسیني، د خارجي اتباعو د اشتغال عمومي مدیر علي باقري، د کاري آتشو ګروپ او دوه اړخیزو اړیکو رئیس حمید رضا رایکا، د کارپنځونې او اشتغال د پراختیا معاونیت دستیار محسن قوامي شاملیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام