د پاکستان د بلوچستان ایالت اړوند تربت ښار کې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو پر هوايي ډګر وسلهوالو برید کړی دی.
پاکستاني رسنیو نن سهشنبه، مارچ ۲۶مه راپور ورکړی چې وسلهوال بېګاه شپه ۱۰بجې دغه هوايي ډګر ته ورننوتي او جګړه یې پیل کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سیمه کې یوه پولیس چارواکي د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، په نښته کې درنې وسلې هم کارول شوي او د مرګژوبلې په اړه یې څه نهدي ویلي.
د پاکستان د «نېول فورسس» په نوم د سمندري ځواکونو دغه هوايي ډګر تربت ښار کې موقعیت لري.
د راپورونو له مخې، ياد هوايي ډګر د پاکستان د سمندري ځواکونو دویم يا درېیم لوی هوايي ډګر دی چې د پاکستان ګڼشمېر سمندري ځواکونه پهکې مېشت دي.
بلخوا بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې «بياېلاې» د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.
دا د روانۍ اوونۍ پر مهال بلوچستان کې د یادې ډلې دویم لوی برید دی چې ترسره کېږي.