د مسلې بیان
د مالکیت حق د فردي حقونو له ډلې دی چې هر انسان پورې تړاو لري او جنسیتي او نور توپیرونه نهشي کولای چې یو انسان له دې حق محدود او محروم کړي. خو د مخ پر ودې هېوادونو کې د ښځو مالکیت حق له خنډونو او ستونزو سره مخ دی. د طبیعي ارزښتونو له پلوه د مالکیت حق ذاتي او نهبدلېدونکی دی؛ خو ډېری مېرمنې بیا په دغه هېوادونو کې له خپل دې حق محرومې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې څېړنیز راپور کې اړینه مسله دا ده چې په سروې کې د ګډونوالو مېرمنو له ډلې یې، څومره ښځې د مالکیت حق لري او په کوم میکانیزم ترې استفاده کوي. په دې څېړنه کې هڅه کېږي چې د اماري ټولنې څخه په استفادې دا معلومه کړو، څو په کومه اندازه مېرمنې د مالکیت له حق برخمنې دي. پر همدې اساس اصلي پوښتنه دا ده چې ښځې د مالکیت حق ته لاسرسی لري،؟ که لري یې څنګه یې عملي کوي.
اصلي پوښتنې
- افغانستان کې څومره مېرمنې د مالکیت حق ته لاسرسی لري؟
- ښځې د کومو لارو چارو په مرسته د مالکیت له حق استفاده کوي؟
- د مالکیت حق ته د ښځو پر لاسرسي د چا لهخوا ډېر محدودیتونه لګول کېږي؟
د څېړنې مخینه
که څه هم د ښځو اړوند مسایلو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو په تړاو څه نا څه کارونه شوي، خو د دوی د ذاتي حقونو په ځانګړې توګه د مالکیت حق په اړه هر اړخیزه او منظمې څېړنې نهدي شوي چې پام ورواوړي. له همدې امله د افغانستان رسنیزې موسسې «سلاموطندار راډیو» افغانستان کې د ښځو مالکیت حق ارزونې لپاره د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې دغه نظرپوښتنه کړې چې د ترلاسه کېدونکو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د مالکیت حق ته د ښځو لاسرسي کچې او همداراز ښځې څنګه دغه حق ترلاسه کوي، معلومات راټول شي.
د څېړنې موخې
د دې څېړنې بنسټییزه موخه افغانستان کې د مالکیت حق ته د ښځو لاسرسي کچې معلومول دي.
- د هغو مېرمنو شمېر وړاندې کول چې د مالکیت حق ته لاسرسی لري.
- د ښځو لهخوا د مالکیت حق څخه د استفادې څرنګوالي ارزونه
- د هغو کسانو ارزونه چې ښځو سره د مالکیت حق اخیستلو کې مرسته کوي
د څېړنې نېټه
دغه څېړنه د روان ۲۰۲۴کال د څلور میاشتو په موده کې «د فبرورۍ له ۲۶مې د مې میاشتې تر ۲۷مې» شوې ده.
د تحلیل روش
د دې څېړنې معلوماتو د پوښتنلیکونو له لارې راټول شوي او د «ګوګل داکمنټ» څخه په استفادې جوړ شوي او د «SPSS» پروګرام او د «ګوګل داکمنټ» په مرسته تحلیل، تجزیه او ارزول شوې دي.
د څېړنې «خنډونه»
افغانستان کې د هرې موضوع په ځانګړې توګه د ښځو اړوند موضوعاتو په تړاو د څېړنیز راپور چمتو کول، له ستونزو او ننګونو سره مل وي، په ځانګړې توګه د ښځو مالکیت حق اړوند مسله چې ډېری ښځې یې په تړاو معلومات نهلري.
دې موضوغاتو ته په کتو د یاد څېړنیز راپور هغو ستونزو او ننګونو ته ځغلنده نظر کوو چې ورسره مخ شوي وو:
- افغانستان کې د ښځو مالکیت حق ارزونه ستونزمنه چاره او له ننګونو ډکه چې ډېری ښځې دې نظرپوښتنه کې ګډونکولو ته نهحاضرېدې.
- په دې نظرپوښتنه کې ډېری ګډونوالې مېرمنې د مالکیت حق په اړه عامه پوهاوی نهدرلود او تر ډېره ورته دا موضوع ناپېژنده او د نهپوهېدلو وه.
- په دې نظرپوښتنه کې ډېری مېرمنو د دې وېره درلوده چې خاوندان به یې دې سروې کې د ګډون له امله پرې خبر شي.
- د وخت کمښت بله ستونزه وه چې د دې څېړنې چارې یې ستونزمنې کړې، ځکه ښځې په یوه ځانګړي ځای کې نهوې او باید بېلابېلو ځایونو کې په انفرادي توګه نظرپوښتنه شوې وای.
د څېړنې متغییرونه
د مالکیت حق، ښځې، د ښځو مهَر، د میراث حق او نرواکي.
د راپور لنډیز
په دې نظرپوښتنه کې ډېری ګډونوالې ښځې او نجونې له ۱۸ تر ۲۵کلونو عمرونه لري. د هېواد په ۲۴ولایتونو کې د نظرپوښتنې له ۳۷۰ ګډونوالو مېرمنو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي چې نږدې ۹۰سلنه یې هېڅ املاک او شتمني نهلري. په همدې حال کې شاوخوا ۸۰سلنه ګډونوالې وايي، ګرانبیه ملکیتونه د دوی په نوم نهاخیستل کېږي، بلکې د پلار، خاوند او یا هم د ورور په نومونه یې پېرل کېږي. د نظرپوښتنې ۶۴.۶سلنه ګډونوالو ښځو ویلي چې د کمزوري اقتصادي وضعیت له امله د دې شرایط ورته نهدي برابر شوي چې د ملکیت څښتنانې شي.
بشپړ راپور
دا سروې د سلام افغانستان رسنیزې موسسې (سلاموطندار راډیو) لهخوا د ښځو مالکیت حق څېړنې په موخه شوې، څو معلومه شي چې ښځې تر کومه حده پر خپلو ملکیتونو واک لري.
دغه سروې په ۲۴ ولایتونو کې د ۳۷۰ ښځو په ګډون شوې چې په دې سروې کې کابل د ۵۹،۷ سلنه په درلودو تر ټولو لوړ او هلمند، فاریاب، خوست، کونړ او دایکنډي ولایتونه دې سروې تر ټولو په کمه اندازه د ګډونوالو شمېر ځان سره لري.
هغه ښځې چې په دې سروې کې یې برخه اخیستې او د زدهکړو بېلابېلې کچې لري چې څه باندې ۹۰سلنه یې لوستې دي.
هغه ښځې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی د عمر بېلابېلو کچو کې دي چې په دې توګه د دوی ۶۵.۱ سلنه د ۱۸ څخه تر ۲۵ کلونو پورې عمرونه لري. بلخوا سلاموطندار د دغو ښځو د کار وضعیت هم ارزولی چې ۷۸،۴ سلنه یې وزګاره او ۲۱،۶ سلنه یې پر کار بوختې دي.
د ټولو وزګاره ښځو څخه چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، ۳۶.۲سلنه یې په هېواد کې د وروستیو تحولاتونو وروسته خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د دې سروې پایلې چې پهکې د ښځو د مالکیت حق څېړل شوی، ښیي چې نږدې ۹۰سلنه ګډونوالې هېڅ د شتمني څښتنانې نهدي او یوازې ۵.۱سلنه یې د ملکیت خاوندانې، ۳.۰سلنه یې ځینې ګاڼې او ۳.۲شلنه یې یوه اندازه پیسې لري.
همدارنګه د هغو ښځو له ډلې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی، ۶۰سلنه ویلي، دوی خپل ګران بیه توکي او ملکیتونه د دود له مخې، د خپل پلار، ورور یا خاوند په نوم اخلي.
په دې سروې کې د ښځو پر شته شتمنیو، د کنټرول او واک کچه هم څېړل شوې او له ډلې یې ۷۳سلنه ښځو ویلي چې دوی پر خپلو شتمنیو بشپړ واک او اختیار نهلري؛ خو ۲۶.۸سلنو په ډاګه کړې چې دوی پر واک او اختیار لري.
په دې سروې کې د هغو ښځو له ډلې چې په خپل ملکیت بشپړ کنټرول نهلري، ۶۲.۷سلنه ویلي، دوی کولای شي، تر یوې اندازې خپل ملکیت څخه استفاده وکړي او یا هم پرې کنټرول ولري، خو ۳۷.۲سلنو بیا ویلي چې پر خپلو شتمنیو واک نهلري.
دا چې په دې سروې کې نږدې ۹۰سلنه ګډونوالې پر خپلو ملکیتونو او شتمنیو د مالکیت حق نهلري، د مالکیت د نشتوالي لاملونه یې هم څېړل شوې دي.
د دغو ښځو ۶۴.۶ سلنه ویلي، له اقتصادي اړخه ورته داسې شرایط نهدي برابر شوي چې ملکیت او شتمني ولري. نورو ۱۳.۱سلنو بیا په ډاګه کړې چې خپل ملکیتونه یې ټولنه کې د شته دودونو له مخې، د کورنیو نارینهوو ته وربښلې دي.
په دې سروې کې د ښځو لپاره د میراث حق هم ارزول شوی او په سروې کې د ګډون کوونکو ۷۳،۵سلنه ښځو ویلي، دوی ته د میراث حق نهدی ورکړل شوی.
د هغو ښځو له ډلې چې په دې سروې کې یې ګډون کړی او د میراث حق نهدی ورکړل شوی، ۶۷،۹ سلنه ویلي، دوی په خپله د میراث له حق تېر شوې دي. نورو ۳۲.۱سلنه بیا ویلي، هېواد کې د شته دودونو له مخې، د کورنیو لهخوا له دې حق څخه محرومې شوې دي.
سروې کې د هغو ښځو لپاره چې د میراث حق یې ترلاسه کړی، د میراث حق اخیستلو لاملونه هم څېړل شوي چې له ډلې یې ۷۲،۵سلنه ګډونوالو ویلي، د کورنۍ د پرېکړې له مخې یې له دغه حق څخه ګټه پورته کړې او ۲۷،۵سلنه ویلي، د میراث یې په خپله غوښتی او ترلاسه کړی یې دی.
په دې سروې کې د مېرمن لهخوا د مهَرحق ترلاسه کولو پرېکړه هم څېړل شوې او د ۳۷۰ ښځو له ډلې څخه ۵۶،۵ سلنه ویلي، غواړي خپل مهر ترلاسه کړي، خو نورو ۴۳.۵سلنه ویلي چې نهغواړي دا حق ترلاسه کړي.
د ټولو هغو مېرمنو له ډلې چېغواړي خپل مهر ترلاسه کړي، ۷۳.۷سلنه ویلي، که خاوند یې دا حق ورکړي، اخلي یې،خو ۲۶.۳سلنه ویلي، د مهر اخیستلو لپاره تر حقوقي دعوای پورې لاړه شي.
په ورته مهال د ټولو هغو ښځو څخه چې نهغواړي خپل مهَر ترلاسه کړي، ۵۶.۵سلنه ویلي، خپل مهَر خاوندانو ته وربښي، خو ۴۳،۵سلنه ویلي، د خاوند لهخوا له دې حق بېبرخې شوي او د خپل ګډ ژوند ساتلو لپاره نهغواړي د مهَر پر موضوع له خپل خاوند سره دعوا وکړي. بشپړ راپور په ډاګه کوي چې افغانستان کې ښځې، د مالکیت او شتمنیو حقونو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي خنډونو سره مخ دي.
په دې نظرپوښتنه کې ۳۷۰ ګډونوالې مېرمنې چې څه باندې ۹۰سلنه یې د ملکیت او شتمني خاوندانې نهدي او یوازې ۵.۱سلنه یې ملکیتونه لري. له دې سربېره، څه باندې دوه پر درېیمه برخه دې مېرمنو ویلي چې په بشپړه توګه پر خپلو شتمنیو واک نهلري او ښيي چې د فرهنګي او ټولنیزو محدودیتونو له امله دي.
همداراز څه باندې ۷۳سلنه مېرمنو ته د میراث حق نهورکول کېږي او له ډلې یې، څه باندې دوه پر درېیمه برخه یې د دې حق نهغوښتلو او یا هم د کورنیو لهخوا محرومیت له کبله له دې حق بېبرخې دي. د میراث حق برخه کې هم له نیمايي ډېرې مېرمنې غواړي چې خپل مهر ترلاسه کړي، خو څه باندې ۴۰سلنه یې دې کار ته لېوالتیا نهلري او له ډلې یې، څه باندې دوه پر درېیمه برخه دې ته لېواله دي، که خاوند یې مهر ورکړي، دوی به یې واخلي.