Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتيا کې د «نښتر دوديزه» کلنۍ مشاعره جوړه شوه

-۰۰--۰-۰

پکتيا کې د نښتر دوديزه کلنۍ مشاعره په لومړي ځل د اريوب‌ځاځي ولسوالي د «سپينې شګې تفريحي سيمه» کې د ګڼو شاعرانو، ليکوالانو، حکومتي مسوولانو او عامو خلکو په ګډون جوړه شوه.

نښتر مشاعره د تېرو کلونو پرمهال مرکز ګردېز ښار کې جوړېده چې سږکال د اریوب‌ځاځیو د نښترو سيوري لاندې جوړه شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مشاعرې پرانيستې پرمهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معين عتيق‌الله عزيزي وويل چې شاعران او ليکوالان د ټولنې انځورګران دي او دا ډول مشاعرو دا موقع په لاس ورکوي چې د خپل زړه  دردونه له حکومت سره د شعر پر ژبه شريک کړي.

هغه له شاعرانو غوښتنه وکړه چې په خپلو شعرونو کې د حکومت لاسته‌راوړنې او د ولس ستونزې او غوښتنې راونغاړي او د شعر په ژبه يې بيان کړي.

نوموړي وويل:«دغسې مشاعرې د شاعرانو او ليکوالانو ته ځکه مهمې دي چې د خپل زړه درد او لرليد د شعر په ژبه تر حکومتي مسولينو ورسوي.نو شاعران بايد دا ډول مشاعرو ته ښه کلامونه برابر کړي او د حالتو ته مطابق يې برابر کړي.»

يوشمېر شاعران هم خوښ دي چې د نورو کلونو په توپير دا ځل د نښتر مشاعره د اريوب‌ځاځي په شنه او ښکلې سيمه کې جوړه شوې. ځينو شاعرانو د نښتر ونې په ستاينه کې ځانګړي ليکل شوي شعرونه هم ولوستل.

په ياده مشاعره کې شاعر عبدالستار سعيد بيا په خپل ليکل شوي شعر کې د فلسطين په غزه کې د اسراييلو له‌خوا کېدونکي ظلمونه او پر وړاندې يې د اسلامي هېوادونو چوپتيا وغندله.

په مشاعره کې ځينو شاعرانو بيا په خپلو شعرونو کې په يوالي او اتحاد‌ ټينګار وکړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نښتر دوديزه کلنی مشاعره د ۱۳۸۱ هجري کال راهیسې د پکتيا مرکز ګردېز کې جوړه ده، خو په لومړي ځل په اريوب‌ځاځي ولسوالي کې جوړېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام