Asset 1SWN

قطر ته د ۱۳۰۰ نورو کارګرانو په لېږد هم هوکړه شوې

افغان کارګران

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، قطر ته د ۱۳۰۰ نورو کارګرانو په لېږد یې هم هوکړه کړې.

دغه وزارت تېره ورځ (چهارشنبه، اسد لومړۍ) یوه اعلامیه کې ویلي، د تېر اعلان په دوام قطر هېواد ته ۱۳۰۰ نور کاري فرصتونه هم اعلانوي چې په دې سره د ټولو قانوني کاري فرصتونو شمېر ۲۰۰۰ ته پورته شو.

اعلامیه کې ویل شوي چې دا د کارګرانو د قانوني لېږد لړۍ پيل دی او دا شمېرې به راتلونکې کې څو برابره زیاتې شي او دوام ومومي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه وزارت په شرایطو برابرو هېوادوالو ته څرګنده کړې چې د نوملیکنې او ثبت بهیر څرنګوالی، اړونده رشتې او حرفې، شرايط او د نومليکنې مرکزونو ټول جزئيات او مشخصات به ډیر ژر په ډاګه شي.

د یادولو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې وویل، په لومړي ځل یې قطر ته د ۷۰۰ افغان کارګرانو د لېږد په تړاو هوکړه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام