Asset 1SWN

سلام وطندار

یو افغان د امریکايي بندیانو تبادله کې ازاد شوی

GhzGGSyXoAAvIB2

د بهرنیوچارو وزارت وايي چې امریکا کې افغان بندي، خان محمد د یاد هېواد له لوري خوشې او نن سه‌شنبه، سلواغې دویمه هېواد ته راستون شوی دی.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد افغان د امریکايي بندیانو په بدل کې خوشې شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې ویل شوي: «ا.ا دغه تبادله د خبرو له لارې د ستونزو حل یوه ښه بېلګه یادوي؛ ا.ا د امریکا هغو اقداماتو ته په مثبت ستره ګوري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل کېږي.»

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه افغان نږدې دوه لسیزې وړاندې په ننګرهار کې نیول شوی او د امریکا سترې محکمې له‌خوا په عمر بند سزا محکوم شوی و.

یاد افغان د امریکا په کالېفورنیا کې بندي و.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته مهال د بهرنیوچارو وزارت بیا د یاد افغان بندي د خوشې کولو په بدل کې د ازاد کړیو امریکايي وګړو هویت نه‌دی په ډاګه کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام