Asset 1SWN

امو لوبډلې شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه

455282337_1086389330154217_9120087913190374717_n

د شپږیزې کرېکټ لیګ روان نهم پړاو سیالیو په لړ کې د امو شارکز لوبډلې له دوو پرله‌پسې ماتو وروسته نن دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

امو لوبډلې د بُست ساتونکي لوبډلې ته په شپږ وېکټو ماته ورکړه. دغه سیالي نن جمعه، زمري ۲۶مه د کابل کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بُست ساتونکي لوبډلې یاده لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۵ منډې جوړې کړې.

د بُست لپاره په توپ‌وهنه کې اعجاز احمدزي ناسوځېدلې ۳۷ او دروېش رسولي ۳۶ منډې جوړې کړې. شرف‌الدین اشرف بیا خپلې لوبډلې لپاره څلور اورونو کې دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د بُست د ورکړل شوي هدف په ځواب کې امو لوبډلې د عبدالمالک د نیمه سلیزې پر مټ ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۷ اوور کې ترلاسه کړ او دغه لیګ کې یې، لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

عبدالمالک ۶۲ منډې وکړې او ترڅنګ یې، شرف‌الدین اشرف هم ۳۵ منډې جوړې کړې. دا په روانو سیالیو کې د بُست لومړی ماتې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام