د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د محمد ابراهيم په مشرۍ د پاکستان جماعت اسلامي ګوند له پلاوي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه کتنه کې ښاغلي متقي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پلاوو تګ راتګ مهم بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې مثبتې اړيکې د د ولسونو په ګټه وبللې.
هغه له څو لسيزو راهيسې د افغان کډوالو کوربهتوب له امله مننه وکړه او پاکستان کې يې د ديني ګوندونو رول د پام وړ وباله.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پاکستاني پلاوي هم د ولسونو ترمنځ پر نږدېوالي ټينګار وکړ او افغانستان کې يې اوسني پرمختګونه وستايل.
پاکستاني پلاوي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو کې ښهوالی د کرښې هغې غاړې ولسونو د ژوند ښه کولو سره مرسته کوي او هيله يې څرگنده کړه چې پر ستونزو لاسبري شي.