Asset 1SWN

امیرخان متقي: که څوک د ګډوډۍ په تمه دي، دا ارمان به یې پوره نشي

mutaqi-khan-1

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن کابل کې یوې غونډې ته ویلي، هغه کسان چې هېواد کې د وضعیت خرابېدو او ګډوډۍ ته په تمه دي، دا ارمان به یې هېڅ‌کله پوره نشي.

نوموړي چې نن پنج‌شنبه د «نوي کابل ملي پروژې» پرانېست‌غونډې ته وینا کوله وویل چې که څه هم سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو بیا یې هم بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

امیرخان متقي زیاته کړه چې نږدې راتلونکې کې به اوسني حکومت سره د نړۍ تعامل پراخ او شته ستونزې به له‌منځه یوړل شي.

بل‌خوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي دې غونډه کې له ګاونډیو هېوادونه غوښتنه وکړه، که مرسته نشي کولای، افغانان دې د خپل هېواد ابادولو او ارام ژوند ته پرېږدي.

نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې ویلي، هغه کسان چې د افغانانو ترمنځ قومي، ژبني او مذهبي تعصیب ته لمن وهي، افغانستان کې ځای نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي په وینا، اوسني حکومت په ډېره لنډه موده کې ښه اقتصادي پرمختګ کړی او لا هم هڅه کوي چې د هېواد اقتصاد په پښو ودروي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام