Asset 1SWN

امیرخان متقي د قزاقستان بهرنیوچارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې کړي

G5dvrC4bcAQgRfD

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو له وزیر یرمیک کوشربایف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت نن سه‌شنبه، لړم ۲۰مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دواړو لوریو په دې ټیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو د پراختیا او د سیمې د وروستیو حالاتو په اړه خبرې کړي دي.

وزارت لیکلي: «د هېواد واد دبهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه چې دافغانستان اسلامي امارت د سیمې په چارو کې ډیپلوماسي، تفاهم اومتقابل احترام ته ځانګړی ارزښت ورکوي. هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت غواړي له خپلو ګاونډیانو او سیمه‌ییزو شریکانو سره د نه مداخلې، متقابل احترام او رغنده تعامل پر بنسټ اړیکې وساتي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې د قزاقستان په څېر د سیمې له هېوادونو سره مثبت تعامل د اسلامي امارت د ثبات، اقتصادي پرمختګ او سیمه‌ییز تفاهم د ملاتړ څرګندونه کوي.

بل‌خوا د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له رغنده دریځونو او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې له روانو هڅو قدرداني کړې ده.

هغه د اسلامي امارت دریځ وستایه او ټینګار یې وکړ چې د سیمې ثبات او سوکالي د ټولو هېوادونو ګډ مسوولیت دی چې باید د متقابل اعتماد، اقتصادي همکارۍ او دوامدار تفاهم له لارې ترلاسه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام