Asset 1SWN

امیرخان متقي د هندي استازي سره په سیمه‌ییزو تحولاتو خبرې کړي

GpiiJEuW8AAa0Zy

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست امیرخان متقي د هند بهرنیو چارو وزارت استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر آنند پرکاش سره لیدلي.

دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ او وروستیو سیمه‌ییزو سیاسي حالاتو خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دواړو د افغانستان او هند ترمنځ د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او وې ویل، افغانستان کې اوسمهال د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر دي او هندي پانګوال دې له دغه فرصتونو په استفادې پانګونه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځ ته کولو ټینګار وکړ او وویل، د سوداګرو په شمول دې افغان ناروغانو او محصلانو ته د ویزو ورکړه عادي حالت ته راوګرځول شي.

ښاغلي آنند پرکاش وویل، هېواد ته یې له افغانستان سره اړیکې مهمې دي او هیله مند دی چې په مختلفو برخو کې اړیکې نورې هم پراخې کړي.

نوموړي وویل چې هند به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي چې په ځینو زیربنايي پروژو کې هم پانګونه وکړي او هغه پروژې چې د څه مودې راهیسې ولاړې دي، چارې یې بېرته پیل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام