د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» د دفاعي امنیتي همکارۍ اژانس «DSCA» ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت پر ټایوان د اف-۱۶ جېټ الوتکو پلور تایید کړی دی.
د دغه پلور ارزښت ۸۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې د یاد اژانس په وینا، سیمه کې به د امنیت ټينګښت، سیاسي ثبات سربېره پوځي انډول او اقتصادي ودې لامل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ټایوان دفاع وزارت له امریکا مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه پلور به د دوی د هوايي ځواک اړتیاوې راکمې کړي.
د یاد وزارت په وینا، د اف-۱۶ جېټ الوتکو پلور به جولای میاشت کې وروستی شي. د ټایوان دفاع وزارت په یوې بیانیه کې ویلي: «د چین کمونیست ګوند په خاوري زون کې زموږ د زورونې لپاره هڅه کړې چې زموږ د تمریناتو سیمه رالنډه کړي او له ځان د دفاع حقوق محدود کړي.»
چین په وار وار له امریکا غوښتنه کړې چې پر ټایوان د وسلو پلور بند کړي. چین ادعا کوي چې ټایوان ټاپو یې خاوره ده، خو ټایپي بیا د چین له دې ادعا سره کلک مخالف دی.
د چین دفاع وزارت په سمدستي توګه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو د ټایوان دفاع وزیر وېلنګټون کوو، پنجشنبه، جون شپږمه ویلي، ټایوان باید خپل دفاعي وړتیاوې پیاوړې کړي، څو هند سمندر کې د امریکا له اغېزمنو ملګرو پاتې شي.