د لوګر کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست چارواکي وايي، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت له ۱۲۳۳ بېوزلو او اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو پراختيا او بيارغونې ریاست ویاند صبغتالله نایبخېل سلاموطندار ته وویل، دغه مرسته په خروار ولسوالي کې پر بېوزله او اړو کورنیو ووېشل شوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل:«هرې بې وزله کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کيلويي اوړه، یوه لس لېټره بوشکه غوړي، ۱۰کېلو ګرامه دال، ۶ کېلو ګرامه مالګه، ۳۰ فاکټه د ماشومانو ځانګړي فلمپي خواړه او ۳ فاکټه د ماشومانو سوپر سېریلاک خواړه وېشل شوي دي او په پام کې ده ورته مرستې په پاتې ولسوالیو کې هم په بې وزله او اړو کورنیو ووېشل شي.»
د دغه ولایت بېوزله او اړې کورنۍ هم خوښې دي چې د خوړو نړیوال پروګرام ( (WPFله لوري په بې وزله او اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
باید وویل شي چې تېره میاشت هم د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) له لوري په مرکز پل علم او بره کي برک ولسوالۍ کې په شاوخوا ۱۳۵۰ بې وزله او اړو کورنیو ورته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوي دي.