د ملګروملتونو په سازمان کې د افغانستان دايمي استازولي د پاکستان لهخوا په پکتیکا او ننګرهار ولايتونو کې شوي هوايي بريدونه په کلکه غندلي دي.
په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دغو بريدونو کې لږترلږه ۱۷ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا ټپيان شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې دا ډول کړنې د ملګروملتونو د منشور، نړيوالو قوانينو او د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتيا له اصل سره ښکاره ټکر دی.
خبرپاڼه زياتوي چې د افغانستان ولس له لسيزو راهيسې د ترهګرۍ، جګړو او بېثباتۍ قرباني دی او ټينګار کوي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بايد عادلانه، همغږې او د نړيوالو بشري حقونو له اصولو سره سمه وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان دايمي استازولۍ خبرداری ورکړی چې دوهګونې پاليسۍ او انتخابي چلندونه نه يوازې سوله کمزورې کوي، بلکې افراطي ډلې هم پياوړې کوي او سيمه لا بېثباته کوي.
په خبرپاڼه کې، د روژې مياشتې په درناوي، د دغو بريدونو د سمدستي درولو غوښتنه شوې او له پاکستانه غوښتل شوي چې د ښه ګاونډيتوب اصل مراعات کړي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی ولري.
د افغانستان دايمي استازولۍ همدارنګه ټينګار کړی چې په افغانستان او سيمه کې دايمي سوله او ثبات د ګډو سيمهييزو او نړيوالو هڅو له لارې شونی دی او دغه استازولۍ د ملګروملتونو په چوکاټ کې د رغنده تعامل او دايمي سولې لپاره پر خپلې ژمنتيا ټينګار کوي.