Asset 1SWN

سلام وطندار

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن له خپل سیال اسټرالیا سره سیالي لري

OIF

د پاکستان په کوربه‌توب د اتلانو جام روانو سیالیو په لړ کې له بي‌ ګروپ څخه افغانستان نن په یوې برخلیک ټاکوونکې لوبه کې خپل سیال اسټرالیا سره سیالي لري.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان لاهور په قذافي لوبغالي کې پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان د اتلانو جام نیمه پای‌لوبې ته د تلو لپاره باید اسټرالیا ماته کړي. اسټرالیا او سوېلي‌افریقا دې ګروپ کې په درېو-درېوو امتیازونو لومړی او دویم ځای لري.

افغانستان او اسټرالیا له دې وړاندې څلور ځله د یوه بل پروړاندې یو ورځنۍ لوبو کې مخ شوي چې څلور واړه لوبې اسټرالیا ګټلې دي.

افغانستان د یاد جام په تېره لوبه کې انګلستان له مخې پورته کړ او د لومړي ځل لپاره یې، دغه جام کې په خپل لومړي ګډون بریا خپله کړه.

انګلستان په دغه ګروپ کې په دوو ماتو سره، له یاد جام بهر شوی او یوازې یوه لوبه یې، له سوېلي‌افریقا سره پاتې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د اورښت اټکل هم شوی، خو اوس راپور ورکړی شوی چې هوا د لوبې لپاره مناسبه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام